د امریکا جګړه ییزه ډیپلوماسي به له ولسه ژوند واخلي

سرلیکنه

د امریکا جمهور رییس ټرمپ چې د افغانستان او جنوبی اسیا لپاره کومه جګړه ییزه ډیپلوماسي  جوړه کړې ده، د هغې له مخې داسې بریښي چې په نوي ۲۰۱۸ز کال کې به په افغانستان کې جګړې نور هم زور واخلي، او د امریکایي چارواکو په اند، په افغانستان کې به امریکایي  پوځي حضور ته د دایمي مېشتېدنې زمینه برابره کړي.

د نړیوال کړکېچ سازمان د راپور په اساس، ښايي په افغانستان کې جګړې نورهم زور پسې واخلي. یاد سازمان په افغانستان کې د جګړو زور موندنه د امریکا د جګړه ییزې پالیسۍ په اساس اټکل کړې ده.

خو د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا پالیسي په حالاتو کې بدلون هم راوستلای شي، چې امکان لري د امریکایي چارواکو جګړه ییزې پالیسۍ تاوانونه پخپله امریکا هم په سیاسي او پوځي تاوانونو سره وګالي.

موږ د تېرو ۱۷ کالو په حساب وایو چې امریکا پر افغان ولس مرګونې جګړه تپلې ده. ټول تاوانونه یې ولس ګاللي، خو اوس چې یې کومه جګړه ییزه پالیسي خپله کړې ده، په دې تاوانونو کې امریکا هم ځان نشي ژغورلای.

د یاد سازمان د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د امریکا نوې جنګي تګلاره به د دې سبب شي چې د طالبانو پر ضد د امریکایي ځواکونو عملیات، په ځانگړې توگه هوایي بریدونه، نور هم زیات شي. خو امریکا هم نوره په هغه حالت کې تر آخره نه شي پاتې کېدای چې د افغانستان لپاره نوې ستراتیژي به یې په ګټه تمامه شي.

که امریکایی نظامیان په دې نظر وي چې د نوې پالیسۍ له مخې به له یوې خوا په هوايي بریدونو او له بلې خوا د داعش په پراخ ملاتړ او نویو جنګي وسایلو په ورکولو سره، طالبان له منځه یوسي؛ په تېرو ۱۷ کلونو کې چې په افغانستان کې تر سل زره زیات امریکایي پوځونه له طالبانو سره په جګړه بوخت وو، نه یواځې دا چې طالب وسله والو یې پر خلاف مقاومت وکړ بلکې د طالبانو بریدونه وو چې امریکا ته یې د امریکایي پوځونو د تلونکو تابوتونو شمېر ورزیات کړ.

که امریکایي نظامی مشاورین، استخبارات او سیاستوال په دې باور وي چې پر طالب وسله والو به د نوې جګړه ییزې پالیسۍ له مخې هوايي بریدونه زیات او تر هراړخیزو عملیاتو لاندې به یې ونیسو څو طالب مشران له جګړې لاس پر سر او سیاسي حل لارې ته غاړه کښېږدي؛ په دې نظر کې که امریکا کامیابېدلای شوه نو په تېرو ۱۷ کلونو کې یې پر طالبانو په هوایي بریدونو صرفه نه ده کړي، هر ډول عملیات یې پرې وکړل، بیا یې هم کامیابي ترلاسه نه کړه.

د امریکا نوې پالیسۍ او ستراتیژۍ ته په کتو، د امریکایي چارواکو نظر اوس مهال یواځې په پوځي عملیاتو څرخي، چې د افغانستان په اړه یې د مذاکراتو او سیاسي حل لارې مخه نیولې ده. له دې دا بریښي چې امریکا په افغانستان کې د خپل پوځي دایمي حضور لپاره د سیاسي حل لارې په نسبت پوځي اړخ ته زور کوي. خو که پر افغان ولس یې دا نظر مرګونی تمام هم شي، امریکا هم په دې نظر او جګړه ییزه پالیسۍ کې ګټه نه شي کولای.

د امریکا له دایمي پوځي حضور سره یواځي افغان ولس نه بلکې ګاونډیان او د سیمې هېوادونه هم د هراړخیز تاوان له امله مخالف دي. طالب وسله وال د بریدونو او حکومت په دفاعي حالت کې دی. د هېواد تر نیمایي زیاته خاوره د طالبانو په کنټرول کې ده. د امریکایي چارواکو په اند، طالبان به د جګړې دروند بار پر اوږو پورته کړي، خو په افغانستان کې به د امریکا جګړه ییزه ډیپلوماسي له ولسه ژوند واخلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button