اسلامي دولت تنظیم (داعش) د مصر په سیناء کې یو ویډیویی کلیپ خپور کړی چې په ضمن کې یې په خورا سختې لهجې سره د فلسطین د اسلامي مقاومت حرکت (حماس) ته ګواښ او ګوټ څنډنه کړې، او د یادې ډلې هغه مجاهد یې اعدام کړی دی چی د حماس د نظامي څانګي عزالدین قسام غښتلی غړی و.
په یاد ویډیویي کلیپ کې وینا کوونکی حماس ته ګواښ وکړ چې دغه ګوند به په مختلفو وسایلو سره چې پکې بمونه او چاودنې شاملې دي هدف وګرځوي، او د حماس ګوند نظامي څانګه یې مرتده او کافره یاد کړی ده.
په دې ویډیويی کلیپ کې پر اسرائیلي نیکواکګرو خورا پر نرمه توګه نیوکه هم شوي ده خو برعکس بیا د حماس پر ضد یې سخته لفظی لهجه کارولې آن چې د حماس ګوند پخوانی مشر ارواښاد شیخ احمد یاسین یې هم په بدو ردو یاد کړی دی.
دا کس چې په دې کلیپ کې ښکاري او پر یو شخص باندې د مرمۍ ډز کوی محمد الدجني نومیږي چې د غزې ښار اوسیدونکی او له دغه ښار نه تښتیدلی دی او بل خوا اعدام شوی مجاهد موسی ابو زماط نومیږی چې دی هم د غزې د ښار اصلي اوسیدونکی دی.
په غزه کې د دغه قاتل الدجني فلسطیني کورنۍ د خپلې کورنۍ له دغه غړي خپله بیزاري هغه مهال اعلان کړه چې د ده دغه ویډیو راڅرګنده شوه چې پکې ښکاري مجاهد زلمی ابوزماط په بې رحمانه توګه وژنی.
یادې کورنۍ ویلي دي چې: پرون دغې کورنۍ د دغې دردناکې ویډیو په لیدلو ټکان وخوړ، چې د بې لارې ډلې داعش لخوا د حماس د هغه مجاهد په حق کې یې ظلم او وحشت وکړ چې د حماس د نظامي څانګې کتائب عزالدین القسام یو غښتلی مجاهد و.
دغې کورنۍ په خپله اعلامیه کې زیاته کړې ده چې: مونږ د دغه غیر شرعي عمل نه خپله بیزاري اعلانوو او ټول هغه اعمال چې زمونږ د دین سره منافی او زمونږ د ولس او ملت له عنعناتو سره په ټکر کې وي په کلکه ردوو او غندو، او د خدای تعالی د دې وینا په مصداق چې فرمایلی یی دی (انه عمل غیر صالح). دا یو کرغیړن عمل بولو.
د دې ویډیويی کلیپ په اړه تر اوسه د حماس خوځښت څه غبرګون ندی ښودلی.
د الجزیرة نه په مننې
عزیر اسدخیل




