قسم په خدای غازي طالبه که دې ساری وینم!

قسم په خدای غازي طالبه که دې ساری وینم!

 صفي الله “رائد”
دا لومړی ځل ندی چې د طالب شان او شوکت ته فکر وړی یم؛بلکې تر دې وړاند‌ې هم کله ناکله په نړۍ کې د طالب جانان  وجود او شتون ته په ژورو فکرونو کې ډوبېدم،  د فکر ټال به مې هر وخت د ده په شان، شوکت، غیرت او اهمیت زنګولم.
خو بیابه هم نه پوهېدم؛ څه پرې ولیکم او څنګه یې انځور کړم. په ښکلا یې قلم ونڅوم، که یې پر وفا؟!
خو قلم پر ګوتو، تر ځڼډ وروسته مې هم څه نشوای لیکلای. بیا هم نه پوهېدم څه پرې ولیکم؟!  پرکمال یې ولیکم او که پرجمال؟!!
اوږده کالي توره پګړۍ خړه چانټه او راکیټ
له ځوان، زینت، شان او شوکت مخابره او راکیټ.
قسم په خدای غازي طالبه که دې ساری وینم
ته وا یو بل ته دي جوړ ستالوړه تنه او راکیټ.
داد عابد صاحب په قلم د لیکل شوي شعر یواځې یوه کړۍ ده،  چې  دخړ پړ طالب خړه چانټه یې پکې ډېره په زړه پورې انځور کړې.
د عابد صاحب د یاد شعر هره کړۍ په زړه پورې ده او په هره کرښه یې  ډېر څه لیکلو ته اړتیا  شـته،  چې باید ډېر څه پرې ولیکل شي.
 خو زه نه غواړم دلته ډېر څه پرې ولیکم، دا څو کرښې مې هم ځکه پرې وکښلې؛  چې د عابد صاحب یاد شعر مې ډېر خوښ شو او ښایي په یاد شعر کې یې زما تر څنګ  د ډېرو نورو ملګرو دزړه ترجمانې کړې وي.
باید ووایم: څوک چې طالب  پېژني او له نېږدې یې لیدلی وي،  زما په اند هغه ته د دې شعر حقیت، دشاعر  ویښ احساس او ژور فکر لاښه ورمعلومېدلای شي.
په رښتیا هم د محترم عابد صاحب شعر په حقیقت یو ولاړ شعر دی.
یاد شعر محترم سبحاني آغا په خپل خواږه ترنم کې ویلی،  چې په خپل خوږ ږغ یې شعر لا د ښکلاوو پر لور بیولی.
  دا یو پوره حقیقت دی چې دزړه خبره په زړه ننوځي. عابد صاحب هم د خپل شعر هره کړۍ له زړه راویستلې؛ ځکه نن د هر مؤمن په زړه کې لارې جوړوي او خوند ترې آخلي.
 کله چې  د عابد صاحب ویښونکي او له احساس نه ډک شعرونه لولم نو داسې حس کوم کوم چې زه عابد صاحب په پوره مانا پېژنم؛  که څه هم ما لا تر اوسه له نېږدې ندی لیدلی؛ خو دده باطل ځپونکو ترانو او شعرونو نور دی راپېژندلی. نور یې نو د بل له خولې تعریف او تعرف ته اړتیا نشته.
الله پاک دې د عابد صاحب ګوتې همداسې ویښي او قلم دې تاند ولري؛ چې مونږ ته پرې نوی احساس، نوې هيلې راکوي او زخمي زړونه مو په خپلو غزليزو ملهمونو ټکوروي. مونږ ته نوې او تانده جذبه راکوي.
اوږده کالي توره پګړۍ خړه چانټه او راکېټ
له ځوان، زینت، شان او شوکت مخابره او راکېټ.
قسم په خدای غازي طالبه که دې ساری وینم
ته وا یو بل ته دي جوړ ستالوړه تنه او راکېټ.
نه به ټانګونه ورته ټینګ شي نه بلک هاک چورلکې
ګرانه چې ودې ویني شوخه قواره او راکېټ
ورته حیران دې د عصري ټیکنالوژي خاوندان
څه لاجوابه برېښي ستا ژېړه بوشکه او راکېټ
لنډی ټوپک دې پاتې مه شه خدای دې مه کموه
پاتې دې مه شه ماشیندار، توره پیکا او راکېټ
 غافل زلمیه له نیکو خو دې بېټ نه دی پاتې
که ترېنه پاتې دی؛ نوپاتې ده مورچه او راکېټ
عابده څنګ په څنګ ولاړ دي د دښمن پر وړاندې
باطل زپونکي دي ستا هره ترانه او راکېټ

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button