طالبان: تر څو چې افغانستان کې امریکایي ځواکونه وي، خپل جهاد ته به ادامه ورکوو

کابل ټکی کام ۱۰لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
وروسته له هغې چې ناټو غړو هېوادونو په یوه غونډه کې پرېکړه وکړه چې د ۲۰۱۶ کال تر پایه به په افغانستان کې خپلې پوځي مرستې جاري ساتي، طالبانو یې په اړه غبرګون لیک خپور کړ.
په دغه لیک کې راغلي دي چې دوی د ناټو تصمیمونه په کلکه غندي.
طالبانو د امرکایي ځواکونو د جګړې د تداوم په اړه پخپل غبرګون لیک کې ویلي دي چې «په افغانستان کې د اشغال دوام او د جګړو اور تازه ساتل نه تنها داچې نور هم افغانان له مشکلاتو سره مخ کوي، بلکې سیمه لابې ثباته کوي ، فرصتونه ضايع کوي اوخپله دناټو حیثیت نور هم ورسره رالویږي .»
طالبان د پخوا په څېر بیا وویل چې د ناټو غړي هېوادونو په لسګونه زرو عسکرو او میلیاردونو ډالرو باندې د افغان ولس اراده او هوډ بدل نکړل، نو په بېسونو کې کمه اندازه حصار عسکر به څنګه وکولای شي چې خپل نا پوره شوي اهداف به پوره کړي!
طالبانو تاریخ ته په اشارې سره ویلي دي چې افغان مجاهد ولس اسلامي نظام ته د لارې هوارولو لپاره او د خپل هېواد ازادۍ لپاره مقدس جهاد کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button