ظاهر قدیر: که مې اسناد خپاره کړل، حکومت به له سقوط سره مخ شي

کابل ټکی کام ۱۰لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
تېره اونۍ د ولسي جرګې لومړي نایب ظاهر قدیر پخپله یوه وینا کې الزام ولګاوه چې داعش ډله په افغانستان کې د کابل د لوړپوړو مشرانو له خوا حمایه کیږي، نو د پارلمان ځینو غړو له ظاهر قدیر څخه په اړه د کره اسنادو غوښتنه وکړه، او همدا راز د ده د نظر په اړه وویل شول چې د ظاهر قدیر خبرې غیر مسئولانه دي.
ظاهر قدیر د یادو انتقادونو په جواب کې وویل، «که مې د یادې ادعاء په اړه ثبوتونه وړاندې نکړل، نو له خپلې دندې څخه به استعفاء وکړم.»
ظاهر قدیر د ولسي جرګې په ننۍ غونډه کې وویل، «که چیرې د داعش او حکومت د اړیکو د درلودلو په اړه خپل را ټول کړي اسناد خپاره کړي؛ حکومت به سقوط وکړي.»
ظاهر قدیر د خپلې وینا پر مهال یوه سي ډي په لاس کې نیولې وه، ولسي جرګې ته په خبرو کې وویل: «دا اسناد به په یو مناسب وخت کې وړاندې کړم»
قدیر زیاته کړه: « که د افغانستان اوسني سیاسي او اقتصادي حالت ته وګورو، د دې وخت نه دی چې د حکومت او داعش د اړیکو د درلودلو په اړه خپل را ټول کړي اسناد خپاره کړم»
قدیر دا هم په ډاګه کړه چې د داعش مشران هره ورځ په کابل کې له دولتي چارواکو او سفارتونو سره لیده کاته کوي.
قدیر په ننۍ غونډه کې وویل: « د ننګرهار د شینوارو اوسېدونکي نن په رسمي پاڅون اعلان کوي.»
د قدیر پر وینا چې له رسمي پاڅون وړاندې په شینوارو کې په پراګنده ډول د ځايي خلکو له لوري د پاڅون پایلې دا وښوده چې ۸۰سلنه امنیت ښه شوی دی.
همدا راز قدیر دعوه کوي چې د شینوارو پاڅون کوونکي له حکومت څخه غواړي تر څو په نظامي او امنیتي برخو کې ځای ورکړل شي، او یا دې هم د نورو سیمو د پاڅون کوونکو په څېر له هر اړخه د دولت له خوا تجهیز شي، او د دښمن سره د جګړې پر مهال له کمي سره مخ نشي.
پر ظاهر قدیر په شینوارو کې د ملېشې جوړونې تور هم پورې شوی وو، چې قدیر یې په اړه وویل چې کله هم د ملېشو د جوړولو پلان نه لري.
د ظاهر قدیر له لومړیو څرګندونو څخه وروسته ولسمشر غني د ده د څرګندونو د پلټنو په اړه یو څو کسیز پلاوی ټاکلی وو، او قدیر یې د پلټنو د مخنیوي غوښتنه هم وکړه، او د ولسمشر غني دا کار یې د اساسي قانون د ۱۰۱ مادې له مخې غیر قانوني وباله.
د اساسي قانون ۱۰۱ ماده په لاندې ډول لولو: د ملي شورا هیڅ غړی د هغې رایې یا نظریې له امله، چې د وظیفي د اجرا په وخت کې یې څرګندوي؛ تر عدلي تعقیب لاندې نه نیول کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button