کنړ: د بیا رغونې پروژه پیل شوه

کابل ټکی کام ۱۰لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د مالي مرستې په مټ د مرورې ولسوالۍ په سیداباد کلي کې د ۴۸۰مترو په اوږدوالي د دوه استنادي دېوالونو د جوړېدلو د یولړ مراسمو په ترڅ کې پیل شول.
د دغه پروژې مالي لګښت چې۱۰میلیونه، ۱لک او ۳۹زره افغانۍ دی، د دولت په غاړه دی.
د کونړ والي وحیدالله کلیمزي، په یادو پروژو خوښي ښکاره کړه او ولسونو ته یې مبارکي وړاندې کړه.
ده وویل چې د مرورې ولسوالۍ خلک د داسې پروژو انتظار له ډېره وخته کوو، او په ډېره بې صبرۍ سره سترګې په لار وو، کورونه، کرنیزې ځمکې او فرعي لارې یې د سیند د ګواښ سره مخ وې، چې د دې پروژې په بشپړېدلو سره به په سلګونو کورنۍ او کرنیزې ځمکې د کونړ دسرشاره سیند د ورپیښ ګواښ څخه وژغورل شي.
کلیمزي له خلکو وغوښتل چې په یاده ولسوالۍ کې درغنیزو پروژو ساتنه وکړي او د دولت سره رښتیني او دوامداره همکارۍ ته مټې را ونغاړي. ډاډ یې ورکړ ،چې د دې ولسوالۍ په نورو سیمو کې به هم رغنیزې پروژې پیل کړي او د ولسونو ستونزوته به لاس رسی وکړي.



