شهیده ناهید صاعد رحمة الله علیها

لیکنه : راشد – –

د  ۱۳۵۹هـ  ش د ثور په نهمه د سه شنبې په ورځ  په کابل کې  د نجونو مکتبونو يو پاڅون وکړ ، دا پاڅون  د روسانو د اشغال   او د هغوی د لاسپوڅي رژیم  پر ضد وو ،  پاڅون  د کابل په کارته چار کې  د رابعه بلخې او سوریا د نجونو له لېسو څخه پيل شو  ،  په همدې پاڅون کې ناهيد صاعد ، وجيهه خالقي چې د دې پاڅون مشرانې وې ،  او ځينې نورې نجونې    د خلقيانو او پرچميانو په  ډزو په شهادت ورسېدلې  .

د هغه  وخت  د ګوډاګيانو  له  لوري  چې کله  مسلح ځواکونو  د دې لاريونکونکيو  نجونو  مخ  ته ودرېدل ، نو په همدې مهال  ناهيد صاعد خپل  پړونی ( ټيکری ) راواخستلو او  د ې ته مخامخ ولاړ  د ګوډاګيانو عسکر قهار حزبي ته يې  ور وغورځولو  ورته ويل يې چې  : ” تاسو  د روسانو په مقابل کې د  و طن دفاع  ونکړه  بلکه د  هغوی خوا  مو ونيوله  ،  نو زمونږ دا  پړوني تاسو پر سر کړئ ، او توپک مو مونږ  ته راکړئ چې د وطن  دفاع  پرې  وکړو” . خو دغه بې غيرته افسر د دې خبرې په اورېدو سره  د قهرمانې ناهيد او څو نورو نجونو لور ته  مرمۍ  اوويشتلې او بادارانو ته يې خپله غلامي ثابته کړه .                                                                                             

شهيده ناهيد صاعد رحمة الله عليها د سيد يوسف  صاعد لور  ،     په ۱۳۳۹ هـ ش کې  په  کابل کې زېږېدلې  وه  ،   له لومړنيو  زدکړو وروسته    “سوریا ”  لېسې ته  لاړه  ، بيا يې خپلې زدکړې   د”رابعه بلخی”  په لېسه کې  په  مخ بېولې ، تردې چې د  لېسې په وروستي  کال چې ناهيد په  دولسم ټولګي کې وه  ،   د ۱۳۵۹  د  ثور په  نهمه   د سه شنبې  په ورځ  پداسې  حال کې چې  د اشغالګرو   روسانو  پرضد  د لاريون   مشري  يې  کوله ،  د کابل په کارته چهار کې   د ايمان  پلورونکو  په ګولۍ  په شهادت ورسېدله  .

ناهيد د ولس په زړونو کې ځای ونيولو  ، اوس خو د هر خپلواکه شاعر د ټيکۍ سر دی  ، تر دې چې د خپلواکۍ  دشعر او ادب په اسمان کې  له سپېڅلې ملالۍ سره څنګ پر څنګ ګرځي  .

عبد الرحمن پژواک د دې په نوم  ” ناهيد نامه ”  د اشعارو يو ستر کتاب ليکلی  , خو  يو بل بيا   د انګرېزانو او نورو دښمنانو د قانون پر اساس چې افغانانو ته د افتخار هېڅ يو مينار پاتې نشې  يو مرموزه  کرغېړن کوښښ کړی .     

 د ۱۳۷۰  په حوت کې د خليل الله عطايي  ، د کوم شوم هدف په  مرموزو ګوتو  د   “ناهید دختر یک ملت غیور”  ترعنوان لاندې يو کتاب د امريکا په کاليفورنيا کې د “سفیون انسټنټ پرنټنګ ”   له لوري چاپ شو ، د دوکتور اسد الله شعور له قوله  :  بیشتر ازینکه برای تقدیر از مقام ناهید باشد، بیشتر برای کوچک ساختن شخصیت او در اذهان عامه به طبع رسیده است که عملیست قبیح   .

وجیهه خالقی :

وجيهه خالقي هم د کابل له قهرمانو نجونو څخه وه چې د نجونو په همدې پاڅون کې له ناهيد څخه يو څو شېبې مخکې  شهيده شوه  . هغه چې  د رابعه بلخي د لېسې د لسم ټولګي زدکونکې وه ،  په ۱۳۴۱ کې دنيا ته راغلې وه ،  د دې پاڅون په  ورځ  يې د خپلې لېسې  د نجونو د دوهمې ډلې مشري په غاړه وه  ، او  حبيبيه ليسې  سره نږدې په شهادت  ورسېدله  . روح دې ښاد وي  . او رب دې د دوی او ټولو شهيدانو شهادت قبول کړي  .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button