ننګرهار: نامعلومه وسله والو يو ديني عالم وژلی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۱۶) د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې نا معلومه وسله والو يو ديني عالم پر ډزو وژلی دی.

د خوږياڼو ولسوال شمس الحق پېښه تاييدوي وايي، نن سهار د يادې ولسوالۍ اړوند د چمتلې په سيمه کې د امام ابوحنيفه مسجد ملا امام او د دغې مدرسې استاد قاري شمس باندې نا معلومه وسله والو ډزې وکړې او ځای پر ځای ووژل شو.

د ولسوال په خبره، تر اوسه د نوموړي د وژنې په تړاو څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

په ننګرهار کې د داعش ډلې د راپيدا کېدو راهيسې په دغه ولايت کې د ديني عالمانو او مدرسو استادانو د وژل کېدو لړۍ روانه ده، چې د ځينو عالمانو د وژنې مسئوليت هم داعش ډلې په غاړه اخيستی دی.

تر دې مخکې، د ننګرهار په روداتو، کوټ، بټي کوټ، بهسودو، چپرهار او يو شمېر نورو ولسواليو کې د داعش ډلې له لوري ديني عالمان په نښه شوي دي.

د پوځي کارپوهانو په باور، د ديني عالمانو په وژنو کې د داعش ډلې سربيره ځينې استخباراتي کړۍ هم لاس لري غواړي په سیمه کې مذهبي جنګ ته لاره هواره کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button