(کابل ټکی کام۱۳۹۶ مرغومی ۱۶ فرید افغان)
په هرات کې د لویدیځ زون د سرې میاشتې ساحوي دفتر چارواکي وایي؛ چې د دې هیواد د مالیې وزارت ورسره د یو میلون دالرو د ورکړې ژمنه کدې.
د لویدیځ زون د سرې میاشتې رئیس نورالدین احمدي په وینا؛ ټاکل شوې ده د مرسته شویو پیسو یوه برخه پرهغو ماشومانو ولګول شي چې د زړه د سوري ناروغي لري.
دنوموړي په خبره؛ پر هر ماشوم شاوخوا ۳ زره امریکایي دالر لګښت راځي.
شمیرې ښیي چې، اوسمهال په ټول هیواد کې له ۱۲ زرو ډیر ماشومان له همدې ناروغۍ څخه رنځ وړي.
د سرې میاشتې چارواکي وایی چې یواځې په هرات کې تر ۳۰۰ ډیر ماشومان په دې ناروغۍ اخته دي چې له ډلې یې ۱۸۰ تنه تداوي شوي دي.
د سرې میاشتې شبکې له تیرو شپږو کلونو راپدیخوا دا لړۍ روانه ساتلې او دهیواد په مختلفو سیمو کې یې د بیوزله کورنیو ماشومان تداوي کړي دي.
















