تبصره
د هېواد حالات هغسې نه دي لکه څنګه چې یې رسنۍ وایي او یا یې حکومتي ویاندویان بیانوي؛ افغانستان د څو لسیزو جګړو له امله د بزکشۍ میدان ګرځېدلی او هر څوک ورکې خپل آسونه ځغلوي.
پښتانه یو متل کا چې په شلو قصابانو کې غوا مردارېږي؛ امریکایي یرغلګرو له ځانه سره نیمایي نړۍ دلته ته راوستې ده. د دغو ممالکو د زعماؤو په سرونو کې بوس نه دي چې د امریکایانو د شومو ګټو لپاره خپل ولسونه قرباني کوي. د یرغلګرو امریکایانو هر اشرباڼی هېواد دلته خپلې ګټې لټوي. د افغانستان لانجه له همدې مرداره ده چې قصابان یې زیات دي او هر یو یې د خپل طبعیت او هیلې مطابق حلالؤل غواړي.
دلته د اجتماعي عدالت د تطبیق مخه آن د اشغال په پیل کې یرغلګرو امریکایانو ونېوله. د بون غونډې ته یې محض یو څو ټوپکماران او هغه څوک وروغوښتل چې نه د افغانستان له مځکنیو واقعیتونو آګاه وو، نه یې له ارزښتونو سره اشنایي درلوده.
د کرزي دورِحکومت د افغانانو لپاره لکه کټ مټ د نویمې لسیزې تکرار چې وي؛ د هر قومندان خپله پاچاهي وه، خپل پاټکونه او دټولګټو پروژو پر ځای یې د شخصي ګټو پروژې درلودلې، وحشت او دهشت تر دې حده حاکم و چې ټوپکسالارانو آن بېګناه افغانان نیول او د څو ټکو لپاره یې امریکایانو ته، د القاعدې او طالب په تور سپارل.
د غني د ریاست پیل هم د وطن او ولس د ګټو پر خلاف وشو؛ د هېواد د اساسي قانون د ۶۱مې مادې پر اساس، جمهور رئیس باید د ټاکنو د خپلواک (!) کمېسیون له لورې اعلان شي. خو دلته داسې ونشول، ټولو ولیدل چې یرغلګرو مداخله وکړه او جمهور ريیس د یرغلګرو د خارجه وزیر جان کېري له لورې د سهامي شرکت په بڼه اعلان شو.
امریکایان هر چېرې همدا کوښښ کوي چې واک ډارنو خلکو ته ورکړي او یا په واک کې یو تربور ورسره ځای کړي. د دې لپاره، که یې له اوامرو د سرغړاوي هڅه کېږي، تر څنګ د ناست نیمه واکمن په تقویه کولو به یې ګواښي.
په افغانستان کې همدا شومه لوبه روانه ده او یرغلګر ځواکونه د اجتماعي عدالت د تطبیق پر وړاندې ستر خنډونه دي.
د عطا تر شا هم یرغلګر ولاړ دي، د رازق تر شا هم یرغلګر ولاړ دي او د بل بابا تر شا هم؛ هر یو خپل ځیره خور په ملا ټپوي او د لومړیتوبونو پر ځای یې په ډوزمارۍ مصروف کړي دي.
هغه د حاجي فرید خبره ده چې حامد کرزي ته یې مخامخ ویلي و: ما داسې فکر کاوه چې ته واکمن یې خو داسې نه ده، ته یو مظلوم یې، مظلوم،تر ما هم زیات مظلوم! ته چې له خپل یوه فرمان دفاع نه شې کولای، له افغان ولس به یې څنګه وکړای شې؟!
حقیقت همدا دی چې د اشغال په شتون کې نه له غني سره د پرېکړو واک شته، نه د اشغال تر سایې لاندې له کوم ملا او امي سره؛ یوه نیمه لسیزه په بېځایه او بېخونده ناندریو تېره شوه. نه د هېواد حال له تېر، ښه شو او نه زورواکان له وحشت او دهشت ولوېدل.
اوس چې د زورواکانو د پرځولو ګنګوسې دي،بل څه نه دي، د یرغلګرو له خوا یوه بله لوبه پیلېدونکې ده. یا په بله اصطلاح، یوه شومه توطیه پیلېدونکې ده.
دلته چې د اشغالګرو تر سایې لاندې هر مشر ګوډاګی او بلواک دی، طبعي ده چې روانه توطیه کې یو هم خپلواک نه دی او هر یو یې د یرغلګرو او د هغوی د اشرباڼو په اشارو خوري، ناڅي، او پردۍ خبرې د دوی له خولو کښل کېږي.
د اشغالګرو له لورې دغسې لوبې په هره برخه کې روانې دي؛ یوه وړه بېلګه یې د سولې کمیسون دی چې تش تر نوم خپلواک دی، اصل واک له نورو سره دی. د سولې شوری غړي د تنخوا حلالؤلو لپاره، کله له یوه زیارت منجاوران راونیسي او رسنیو ته یې مخ کړي، کله له بل زیارت.
لنډه دا چې د ټولو ناخوالو عاملین یرغلګر او د یرغلګرو اشرباڼي دی، او د حل لاره یې یرغلګرو ته ‘نه’ ویل دي. څومره چې اشغال دوام مومي، هومره به افغانان له نویو ناخوالو او نادودو سره مواجه کېږي.

















