په سوریه کې د افغان‹‹فاطمیون›› لښکرو تلفات زرګونو ته رسیدلي

تیرکال د بشر حقوقو سازمان ویلي و، چې په ایران کې د افغان کډوالو ماشومان هم د سوریې جګړې ته استول کیږي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۱۶ فرید افغان)

په سوریه کې د ‹‹فاطیمیون›› لیوا تر نامه لاندې زرګونه افغان ملیشې چې په دې هیواد کې د وسلوالو ضد جګړې ته د ایران په مرسته او پیسو تللي اوس یې د تلفاتو د زیاتوالي خبرونه ورکول کیږي.
د رسنیو د راپورونو په اساس؛ په سوریه کې د دې ډلې دجنګیالیو تلفات ۱۰ زرو تنو ته رسیدلي چې له ډلې یې ۲۰۰۰ وژل شوي او ۸ زره نور ټپیان دي.

سوریه د ایران ملیشې افغان فاطمیون ډله

د فاطمیون لیوا له افغان شیعه وګړو جوړه شوې چې شاخوا ۲۰ زره جنګیالي یې په سوریه کې د وسلوالو پرضد جنګ ته په کرایي ډول استول شوي.
په ۲۰۱۳ کې ایران د فاطمیون لیوا تر نامه لاندې په ایران کې مهاجر افغانان وسلوال کړل هغوی په سوریه کې د جګړو لومړۍ کرښې ته واستول شول او لا تر اوسه په دې ناپایه پردۍ جګړه کې ښکیل دي.
دوی ته د ایران حکومت د تابعیت تضمین ورکړی او همداراز لوړ معاش ورکوي ترڅو په سوریه کې د بشار اسد د واکمنۍ په ګټه د ژوند تر وروستۍ سلګۍ په قوي میړانه وجنګیږي.

د فاطمیون لیوا

تیرکال  د بشر حقوقو سازمان ویلي و، چې په ایران کې د افغان کډوالو ماشومان هم د سوریې جګړې ته استول کیږي.
ویل کیږي د ایران په هیواد کې میشت افغان کډوال اړ کیږي تر څو یا سوریې ته د جګړې لپاره زړه ښه کړي او یا هم له دې هیواده کډې بار کړي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button