علم په باره کې دعالمانو زریني ویناوي

لیکوال: فضل الرحمن اغا

نېک اوشریف انسان دعلم په واسطه متواضع ګرزي اوشریر انسان متکبر.

         (امیرالمومنین ابوبکر صدیق رضی الله عنه)

علم دپیغمبرانو علیه السلام میراث دي اومال دکفارو لکه فرعون،قارون او…

          (امیرالمومنین ابوبکرصدیق رضی الله عنه)

دعلم له کبله هیچا هم دخدایي دعوه نده کړې،خو دمال اودولت له کبله ډېرو کسانو کړي

     (امیرالمومنین ابوبکر صدیق رضی الله عنه)

علم حاصل کړه اودهغه لپاره اطمینان،وقار اوحلم هم په ځان کې پیداکړه(امیرالمومنین عمرفاروق رضی الله عنه)

دنیاپرست ته علم ورښودل په حقیقت کې دغله په لاس توره او وسله ورکول دي(امیرالمومنین عمرفاروق رضي الله عنه)

مخکې له دېنه چې ځان بزرګ جوړکړې لومړي علم حاصل کړه(امیرالمومنین عمرفاروق رضی الله عنه)

علم بغیرله عمل نه ناروا دي(حضرت علي کرم الله وجهه)

ناقص اونیم علم دفسادلامل ګرزي(حضرت علي رضی الله عنه)
دعلم ښه والي په عمل کې دي(حضرت علي رضی الله عنه)

دین یوه خزانه ده اوعلم یې نېغه لارده(حضرت علي رضی الله عنه)

علم هغه په زړه پوري اولویه خزانه ده چې دمصرف له کبله هیڅکله هم نه خلاصیږي بلکې زیادت مومي(حضرت علي رضی الله عنه)

علم له مال څخه ځکه بهتردي چې علم به ستاحفاظت اوساتنه کوي اودمال ساتنه اوحفاظت به ته کوې(حضرت علي رضی الله عنه)

دعلم په واسطه زړه روښانه کیږي(حضرت علي رضی الله عنه)

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button