د یوې نیوکې او غوښتنې په جرم سعودي ۱۱ نور شاهزدګان زندان ته واچول
د سعودي چارواکي د دې شاهزدګانو اعتراض ته په عجیب نظر ځکه ګوري چې د سعودي واکمن ولیعهد د یو دیکتاتور په حیث د چافکر او نظر نه مني او ټولې چارې یې په خپل واک کې اخیستې دي.

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۱۶ فرید افغان)
راپورونه وایي چې؛ سعودي ځواکونو د شاهي کورنۍ ۱۱ تنه غړي وروسته تر هغه ونیول چې د دې هیواد دولیعهد په حکم یې نیوکه وکړه.
یادو شهزادګانو ویلي و، چې باید د بریښنا او اوبو د نرخونو د لوړوالي په موخه د باچا حکم لغوه شي.
همداراز یې له حکومت غوښتي و، چې په ۲۰۱۶ کال کې د اعدام شوي شهزاده‹‹ ترکي بن سعود›› کورنۍ ته مالي عوض ورکړل شي.
سعودي چارواکو د دوی غوښتنې غیر قانوني بللې او زندان ته یې اچولي.
د «عکاظ» ورځپاڼې د راپور تر مخه؛ یاد شهزادګان د سلطنتي ګارډ«السیف الاجرب» لخوا نیول شوي او د «الحائر» زندان ته اچول شوي دي.
د سعودي چارواکي د دې شاهزدګانو اعتراض ته په عجیب نظر ځکه ګوري چې د سعودي واکمن ولیعهد د یو دیکتاتور په حیث د چافکر او نظر نه مني او ټولې چارې یې په خپل واک کې اخیستې دي.
د یادونې وړ ده چې څو میاشتې وړاندې هم د سعودي ولیعهد دفساد په تور لسګونه شهزادګان ونیول چې د میلونونو دالرو په ورکړې سره ځینې راپریښودل شوي اوځینې لا هم د بند شپې ورځې تیروي.
د لویدیځو رسنیو په استناد له یادو بندیانو څخه د امریکا د بلک واټر کمپنۍ عسکر تحقیقات کوي او سخت شکنجه شوي هم دي



