د قیامت ویرونکی حالات
لیکنه تر پایه ولولئ ممکن زړونه مو نرم سي

لیکوال : احمد جنید مبارز
بد کارونه مه کوئ، کله چي مځکه په سخت ټکولو او ماتولو سره وټکول سي او ماته سي، د قیامت په ورځ به غرونه او غونډۍ، لوړي او کښتي، صاف او هوار میدان سي؛ او راسي رب ستا، او راسي ملائکې صف صف قطار قطار، او په دغه ورځ به دوږخ راوستل سي، په لکونو ملائکي به دوږخ د محشر میدان ته را کشوي، په دغه ورځ به انسان ته خپلي غلطیاني ورپیاد سي، او پوه به سي مګر په دغه وخت کي پند اخیستل هیڅ ګټه او فایده نه رسوي، او دی به وایي کاش چي ما دا د اخرت د ژوند لپاره څه را لېږلي وای، افسوس! د دنیا په ژوند کي مي څه نیکي او ښه کارونه نه دي کړي چي هغه تر ما دمخه دلته راغلي وای او اوس به په کار راغلي وای خو افسوس زه په تش لاس دلته راغلم.!
تاسي فکر وکړئ چي دغه د دنیا د ژوند د لږ عُمر حرام خوندونه، که خواهشات وي که شهوات، که مال وي که منصب، که د ښځو شوق وي که د هلکانو، که د ساز او سوروز علاقه وي که د رقص او شرابو، په دې باندي ښایي چي د هغه په بدل کي د جنت لوی او ابدي نعمتونه دلاسه ور کړو، ایا دا معقوله ده چي یو انسان دي د څو لحظو د شهوت لپاره خپل ځان ودغه لوی او عظیم خطر ته واچوي؟!
ایا د ګناه د څو لحظو د لذت په سبب دغه ابدي او دروند عذاب قبلول معقول کار دی، د عاقلانو کار دی؟!
ږغیزه وینا : مولوي عنایت الله علمي صاحب
#زیاتونه_او_یادونه : موږ او تاسو باید کوشش وکړو چي دنیا کي د اخرت لپاره تیاری ونیسو، دا چي موږ تر حد زیات ګنهګاران یو، ګناهونو ته مو شمېر نسته، ژوند مو په غفلت کي تیریږي او شیطان هم په هر حالت کي راسره وي؛ نو مهربانه الله رب العزت دي زموږ ټول ګناهونه وبخښي د هغه رحم زموږ پر اعمالو زیات دی، هغه عزوجل مو دي د دنیا، قبر، او دوږخ له فتنو، عذابو، او تکلیفو څخه وژغوري.! امین.



