د کمپيوټر او مبايل ډېر کاروونکي دې ولولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۱۷) د کمپوټر او مبايل سکرين ته په ډېرو کتلو سره شايد ستاسې د سترګو نظر کمزوری او د وخت په تېرېدلو سره په سترګو د عينکو لګولو ته مجبوره شۍ.
خو هغه کسان چې ډېر کمپيوټر يا مبايل کاروي د سترګو نظر ساتلو لپاره بايد د سترګو ورزش وکړي، څو نظر يې کمزوری نه شي او د ستړيا احساس يې له منځه لاړ شي.
يوې څېړنې ثابته کړې، هغه کسان چې کمپيوټر يا مبايل ډېر کاروي که په شل منټه کې شل ثانې سترګې ورپوي او دغه راز د کمپيوټر يا مبايل له ښيښې شل فوټه ليرې يوه شي ته د شلو ثانيو لپاره په زير سره وګوري نو سترګې به يې د نظر له کمولو او د ستړيا احساس ونه کړي.
هغه کسان چې د ورځې له درې يا پرلپسې ډېر ساعتونه د کمپيوټر او مبايل ښيښې ته وګوري د انسان سترګې خشکې، ستړيا، سردرد او د غاړې او بندونو درد پيدا کوي، که په پاسني تمرين سره مو د دغې مشکل حل ونه موند نو بيا ډاکټر ته مراجعه وکړۍ، څو ستاسې د سترګو اساسي مشکل درک او له منځه لاړ شي.
د امريکا د تکساس پوهنتون څېړونکي وايي، په هرو شلو دقيقو کې بايد شل ثانيې په پرلپسې ډول سترګې ورپول شي، چې دغه تمرين د سترګو د ستړيا، خارښ، سوي او سردرد له ورکولو سره مرسته کوي.



