غزني د‹‹صحراطوفان›› عملیاتو کې ښکیل لوري یو بل ته دسختو تلفاتو اړولو ادعا کوي

د صحرا طوفان عملیات یوه اونۍ وړاندې د غزني په مرکز اړوند منګور او ورڅیرمه سیمو او دشلګر ولسوالي چهار دیوال او عالموالو سیمو کې پیل شوي و چې نن پای ته ورسیدل.

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۱۷ فرید افغان)

نن د غزني د امنیت د ارزولو او د نويو پیل شویو عملیاتو د پای غونډې په موخه دې ولایت ته د کورنیوچارو د وزارت لوی پلاوی ، چې پکې د دې وزارت امنیتي معین سترپاسوال مرادعلی‌مراد ،د مسلحو قواوو لوی درستیز ډګرجنرال محمدشریف‌یفتلی او یو شمیر نورو لوړپوړو چارواکو پکې برخه درلوده، ورغلی و.
د غزني ولایت چارواکي وویل چې په دې ولایت کې یې د صحرا طوفان عملیات په بریالیتوب سره بشپړ کړل.
د غزني والي عبدالکریم متین، څرګنده کړه چې په دې عملیاتو کې یې سترې لاسته راوړنې درلودې او طالبانو ته یې دسر او مال لوی زیان اړولی، او ګڼې سیمې یې ترې نیولې دي.
د ۲۰۳ تند قول اردو قوماندان تورن جنرال شعور ګل بیا د عملیاتو د لاسته راوړنو په اړوند وویل؛ چې په تیره یوه اونۍ کې یې د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې ۳۳ طالبان وژلي او تر ۳۰ ډیر یې ټپیان کړي دي .
نوموړي همداراز د هغوی د ۱۲ موټر سایکلونو د تخریب او ۱۹ حلقو ماینونو د کشف خبر هم ورکړ.
د کورنیو چارو امنیتي معین بیا د خپلو عسکرو محاربوي عملیات وستایل او د هغوی د لاسته راوړنو یې خوښي څرګنده کړه.

بل پلو طالبانو د غزني د امنیتي چارواکو ادعاوې پروپاګند بللې او هغه یې رد کړې دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې عملیات یې له ماتې سره مخ کړي ۱۹ عسکر یې وژلي او ۲۴ نور ټپیان دي.
طالبانو همداراز ادعا کړې چې د یادو عملیاتو په ترڅ کې یې ۶ ټانګونه او ۱ رینجر موټر له منځه وړي دي.
طالب ویاند دخپلو ۵ ملګرو د وژل کیدو او ۷ تنو د ټپي کیدو پخلی هم کړی دی.

نوموړي ویلي ‹‹ له دې زیات چې دښمن کومه ادعا لري بالکل حقیقت نه لري او موږ یې په کلکه ردوو››
د صحرا طوفان عملیات یوه اونۍ وړاندې د غزني په مرکز اړوند منګور او ورڅیرمه سیمو او دشلګر ولسوالي چهار دیوال او عالموالو سیمو کې پیل شوي و چې نن پای ته ورسیدل.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button