د دالرو پر وړاندې د افغانیو تنازل خلک اندیښمن کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۱۷ فرید افغان)
نن په کابل کې د تیرو ورځو په پرتله افغانۍ د ډالر پر وړاندې تر اندازې زیاته را ولویده .
تیر څلور کاله د یو دالر قیمت تر ۵۰ افغانیو نه وو لوړ شوی، خو اوس دادی دانرخ تر ۷۰ افغانیو هم پورته شو.
د ورځې په وروستیو کې یو امریکایي دالر پر ۷۰.۴۰ افغانۍ پلورل کیده چې څو ورځې وړاندې دا سلنه ډیره کمه وه.
د کابل دصرافانو ټولنه یې پړه پر افغانستان بانک اچوي او وایي چې دې بانک عام بازار ته دالر نه دي عرضه کړي.
د صرافانو ټولنې ویاند محمد هاشم فرزه یي په خبره؛ د افغانستان بانک د بې تفاوتۍ له مخې بازار ته دالر نه دي وړاندې شوي
د نوموړي په وینا؛ همدا حالت د دې لامل شوی چې د خوراکي توکو بیې ورسره لوړې او دخلکو غبرګونونه را وپاروي.
شنونکي یې دحکومت خپل منځي جنجالونه او سیاسي کړکیچونه بولي.
اقتصادي کارپوهان یې په حکومت کې دننه پراخ مالي فساد بولي او په وینا یې چې دې حالت افغانستان بانک هم له دیوالي کیدو سره مخ کړی.
د اقتصادي چارو کارپوه شبیر شبیري وایي، جنګ، سیاسي بې ثباتۍ، پراخ فساد، بیکارۍ او د ډاډ منې پانګونې نشتوالي پولي بې ثباتي رامنځته کړې .
پلورونکي او اخیستونکي ټول له دې حالته ځوریږي او په وینا یې چې که دې حالت همداسې دوام وکړ ښایي اقتصادي بې ثباتي له کنتروله ووځي.



