د پیاده تګ روغتیايي ګټې

د پیاده تګ روغتیايي ګټې

ډاکټر فصيح الله عمرزى

هغه کسان چې د بدن له چاغښته د خوب، خوراک، مزل، ساه بندۍ، د وینې د غوړوالي، شکر او نورې ستونزې لري، طبیبان د درملو تر څنګ د ورزش یا پیاده مزل لارښوونه ورته کوي.

پیاده مزل د کارکوونکو کسانو لپاره دوه ګټې لري، یو دا چې روغتیايي حالت یې ورځ په ورځ مخ په ښه کېدو وي او دویم دا چې که څوک د پیاده مزل په کولو سره د خپل کار تر ځایه رسېدای شي هغه د سرویس د ختلو پر مهال له احتمالي خطره هم خوندي وي.

که یوانسان زیات چاغ (غوښن) وي او تر ډېره په خپلو پښو مزل نه شي کولای، هغه دې د څو دقیقو لپاره پیاده تګ کوي. په لومړۍ ورځ  پینځه، بیا لس او بیا تر پینځلسو دقیقو پورې. که چاغ انسان په مسلسله توګه پیاده تګ وکړي، له یوې اونۍ پیاده تګ وروسته به یې په پیاده تګ سره په وجود کې جوت بدلون رامنځته شي.

 که د یوه چاغ انسان پیاده تګ تر نیم ساعته ورسېږي، په دې صورت کې به چاغ انسان ډېره روغتیايي ګټه ترلاسه کړي. روغتیا پوهان وايي د سهار له مخې نیم ساعت پیاده مزل له ډېرو درملو ګټور تمامېږي.

هغه کسان، په ځانګړې توګه ښځې، چې په کورونو کې په کارونو بوختې او پیاده تګ ته وخت نه لري، په لومړیو کې که امکان ولري، په خوندي لاره یا د کور په داخل کې د ورځې درې ځلې سهار، ماسپښین او مازیګر پیاده تګ وکړي؛ له چاغښت او بدني روغتیایي ستونزو به په اسانۍ سره خلاصون ومومي.

د هغه چا بدن چې زیات چاغ وي، که د سهارني یا درې وخته پیاده تګ سره د شپې له پلوه خوراک نیمايي ته راولي، په کم وخت کې به یې د بدن روغتیايي ستونزی کنټرول شي. خو شرط دا دی چې له زیاتو ویټامین لرونکو خوراکونو هم لاس ونیسي څو د وینې د غوړوالي مخه یې هم ونیول شي.

د سهار له پلوه پیاده تګ یواځې دا نه چې د بدن د چاغښت مخه نیسي بلکې بدن غښتلی کوي او د بدن ټولو اندامونو رګونه یې د وینې جریان په اسانۍ سره سر ته رسولای شي. درېم دا چې په پیاده تګ سره انسان د وینې له فشار سره نه مخ کېږي. که څوک د وینې د فشار ستونزه ولري تر ډېره حده یې دا ستونزه هم کنټرول کېدای شي.

پیاده تګ د هغه چا لپاره چې عمر یې له ۴۵ کالو پورته وي، ډېر اړین دی. په پیاده تګ سره انسان له رواني او روحي ناروغیو ژغورل کېدای شي.

د هغو اشخاصو هډوکې چې پیاده تګ کوي د هغه چا په پرتله چې پیاده تګ نه کوي ډېر غښتلي (مزي) وي، چې په روغتیايي ډګر کې ورته فیزیولوژي وايي. په پیاده تګ سره د بدن دغښتلتیا ګټې هم ترلاسه کولای شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button