(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۱۸ فرید افغان)
وروسته تر هغه چې امریکا پاکستان ته د لسګونو میلیارد ډالرو په ارزښت ورکړل شوې مرستې بې ګټې وبللې او پر دې هیواد یې د نورو مرستو د بندولو اعلان وکړ، د دې هیواد او د امریکایي لوړ پوړو چارواکو ستغو خبرو او ګواښوونکو شعارونو ته نوې بڼه غوره کړې .
داځل د دواړو هیوادونو چارواکي پر یو بل د بریدونو ګواښوونکې خبرې کړې
د امریکا د مرکزي استخباراتو (سي آی اې) مشر مایک پمپیو
ګواښ کړی چې که پاکستان د وسلوالو پر وړاندې جدي اقدامات ونه کړي، دوی د امریکا د ګټو خوندي کولو لپاره هر کار ته چمتو دي.
نوموړي ویلي چې په هر ډول به دوی پر پاکستان خپلې غوښتنې مني.
پر همدې مهال د پاکستان د جماعت علماء اسلام ډلې مشر مولنا سمیع الحق بیا ویلي چې پاکستان د امریکا پر وړاندې وسلوالې مبارزې ته اماده ده.
سمیع الحق ویلي؛ واشنګټن دې موږ ته د یوه ضعیف هیواد په سترګه نه ګوري او په وینا یې که هغوی پرې برید وکړ دوی به په سراسر پاکستان کې دخپل پوځ په څنګ کې د امریکا پرضد د جهاد اعلان وکړي.
سمیع الحق همداراز پر پاکستان د امریکا فشارونه د هند توطیه بولي، چې په وینا یې نوی ډیلی اسلام آباد له منځه وړل غواړي.
بل پلو پاکستانۍ ورځپاڼې دي نیشن د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت د یو لوړپوري چارواکې له قوله خبر ورکړی چې که پر هیواد یې بندیزونو دوام ومونده نو په افغانستان کې به میشتو امریکایي ځواکونو ته د هغو تجهیزاتو او وسایلو مخه ونیسي چې د کراچۍ بندر له لارې دې هیواد ته وړل کیږي.
ځینې شنونکي بیا پر دې باور دي چې امریکا به په سیمه کې خپل متحد پاکستان هیڅکله له لاسه ورنکړي.
دوی وایي چې امریکا غواړي دورته ګواښوونکو بندیزونو په مټ دا هیواد دچین له نفوذي ملګرتیا راوګرځوي


















