د امریکا پوځ: د ننګرهار برید کې یو امریکايي عسکر ټپي شوی

د امریکا پوځ وايي چې د ننګرهار په ننني برید کې یو امریکايي عسکر ټپي شوی دی.

په افغانستان کې د امریکايي پوځ یوه ویاند، Tom Gresback، اسوشییټیډ پریس اژانس ته ویلي، نن ماسپښین د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د نښتې له امله یو امریکايي عسکر ټپي شوی دی چې روغتیايي حالت یې ښه دی. نوموړي د نننۍ پيښې په اړه د نورو جزیاتو له ورکولو ډډه کړې ده.


ننګرهار: د طالبانو دوو نفوذي قوماندانانو ”۱۶ امریکایان وژلي“


نن ماسپښین شاوخوا ۱ بجه د اچین په مامندو سیمه کې، د افغان او امریکايي عسکرو په غونډه کې د طالبانو ۲ نفوذي قومندانانو پر امریکايي عسکرو ډزې وکړې چې په پایله کې یې ګڼ شمېر امریکايي او افغان عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته، خو تر اوسه یې کره شمېره څرګنده نه ده.

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره منلې چې برید کوونکي، قومندان پاچا خان او قومندان مینه دار، د دوی نفوذي ملګري وو او د ظاهر قدیر په ملېشو کې ”لا پخوا استخدام شوي وو او د قومندانۍ دندې ورسپارل شوې وې.“

قومندان مینه دار
قومندان مینه دار

طالبان وايي چې په یاد برید کې ۱۶ امریکايي عسکر وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

ویل کېږي چې د قومندان پاچا خان او قومندان مینه دار نورو ملګرو نفوذیانو هم پر امریکايي عسکرو ډزې کړې دي. له ډزو څو دقیقې وروسته امریکايي الوتکو په سیمه کې پر ملکي کسانو او ملېشو بمبار وکړ، چې شاوخوا ۲۰ کسان پکې ووژل شول.

د اچین چارواکو ویلي چې له پیښې وروسته امریکايي عسکرو سیمې ته څوک نه پرېښودل او خپل ټپیان یې په چورلکو کې یووړل.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button