
لاروی
تر اوسه به مو له ډېرو لارو یو بل ته د اړتیا پر مهال پېسې لیږلې وي او هم به مو یو بل ته د کومې خوښۍ د رامنځته کېدا په خاطر ډالۍ استولې وي. خو موږ د آیفون په وسیله له هرې لارې، خوندې لار موندلې چې تاسې هم ترې خبروو.
هغه کسان چې تر اوسه پورې په مرکز او ولایاتو کې د صرافانو په وسیله خپلې پیسې نورو ځایونو ته لېږي، هغه به هم امانت رسېږي، خو یو څه ستونزمنې به وي. که د آیفون له لیارې خپلې پېسې دوستانو یا د اړتیا وړ ځایونو او اشخاصو ته لېږئ، تر ټولو خوندي او په کم وخت کې د آیفون له لیارې یې لېږد ګټور دی.
اېپل کمپنۍ د امریکایانو لپاره د ایفون له لیارې ډېره اسانتیا رامنځته کړې ده؛ تاسې کولای شئ د سترګو په رپ کې هغه ځای ته چې هدف مو وي په میسیج کې خپلې پیسې ولېږدوئ او هم به یې له هرې خوا اخیستونکی ډاډه وي چې بې د کومې ستونزې له رامنځته کېدو لېږل شوې پیسې په ټاکلي وخت کې ترلاسه کولای شي. دې نوې اسانتیا او د پیسو لېږلو طریقې ته د Apple Pay Cash نوم ورکول شوی دی.

د اېپل کمپنۍ یوه بله اسانتیا هم رامنځ ته کړې: هغه پیسې چې د بل شخص لخوا تاسې ته را لېږل شوې وي، مخکې له دې چې ترلاسه یې کړئ، د آیفون له لیارې یې دویم شخص ته هم لېږلای شئ. یانې، د ایفون له لیارې د پیسو د لېږد هر ډول اسانتیا د اېپل کمپنۍ رامنځته کړې ده او په اسانه سره د نړۍ له یوه کونجه تربله کونجه پورې د ایفون په وسیله د پیسو لېږد اسانه شوی دی.

د مخه به مو په لیکل شوي ادرس خپلې پیسې نورو ته لېږلې، اوس د اېپل کمپنۍ دا اسانتیا هم رامنځته کړې چې آیفون ته د هغه چا چې پیسې ورلیږي، د موبایل (ګرځنده) نمبر او نوم ووايې، همغه شخص ته ېې لېږي؛ بل هیڅوک یې نه شي ترلاسه کولای.



