په هېواد کې د مېشتو او بهر کې د کډوالو افغانانو تريخ ژوند

تبصره

له لاسته راغلو راپورونو څرګندېږي چې اوس هم له هېواده د افغانانو کډې ګاونډيو او اروپايي هېوادونو ته روانې دي. څه موده دمخه چې په ترکيه او يونان کې اروپايي هېوادونو ته د کډوالو په بهير کې سختي رامنځته شوې وه، له افغانستانه اروپايي هېوادونو ته د افغان ځوانانو بهير يو څه ټکنى شوی ؤ. خو اوس چې د المان په شمول يو شمېر هېوادونو د پناه غوښتونکو په اړه پاليسي نرمه کړه، له هېواد د بهر ته تلونکو افغانانو شمېر بيا زيات شو.

په المان کې د کډوالو ادارې ويلي دي چې په تېرو کلونو کې یې د پناه غوښتنې پوښتنو او ځوابونو موده دوه مياشتې وه، خو اوس د روغتيا او ځینو ستونزو ته د نه لاسرسي له امله یې د پناه غوښتنې موده يوولسو مياشتو ته وغځوله.

دمخه چې په المان کې پناه غوښتونکو کوم انتظار ايست، اوس ورته يو څه اسانتيا رامنځته شوې ده څو وکولاى شي په ياد موده کې د پناه غوښتنې ټول اسناد آماده کړي.

د آلمان د کډوالو ادارې د دغې مودې د اوږدوالي په اړه دوه لاملونه په نظر کې نيولي دي، يو دا چې پناه غوښتونکي خپل ټول اسناد پوره کړي، او دویم دا چې د کډوالو اداره د پناه غوښتونکي په اړه پوره او کره مالومات ترلاسه کړي.

المان اوس هغه کډوالو ته دومره توجه نه ورکوي چې په هېواد کې جګړې پای ته رسېدلې دي، خو د ترکیې په څېر د يو شمېر هېوادونو چې د حکومت د سياسي اختلافاتو له امله، په ځانګړې توګه په ترکيه کې د ګولن تر کودتا وروسته د المان د کډوالو اداره د ترکیې له وګړو سره سختي نه کوي.

په المان کې د نورو کډوالو تر څنګ زيات شمېر افغانان ژوند کوي او هم له مېشتو زيات افغانان د پناه غوښتنو انتظار باسي. امکان لري په يوولسو مياشتو کې، چې د تېرو کلونو په نسبت د المان د کډوالو ادارې یې د پناه غوښتنو موده اوږده هم کړه، د پناه غوښتلو چانس له لاسه ورکړي او هلته یې ژوند تريخ  شي.

همدا ډول، په ايران کې هغه افغانان چې د فاطميون په لښکر کې له ثبته انکار کوي، ايراني پوليس کډې ورپر سر کوي او هم یې په ايران کې د کار  روزګار ټولې لارې ورتړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ چې وخت په وخت سياسي اړيکې خړې شي، په پاکستان کې مېشتو افغانانو سره د خپل ژوند د تېرولو خطر پيدا شي. د کډوالو د چارو وزارت په وينا، يو پلاوی به په نږدې کې پاکستان ته ولاړ شي او له اړونده اشخاصو سره به د کډوالو په اړه خبرې وکړي څو افغان کډوالو ته په پاکستان کې د اوسېدا موده نوره هم وغځوي.

په داخل کې د بهرنيو پوځونو د عملياتو، په بهر کې د کډوالو د کډوالۍ ستونزو د افغانانو ژوند تريخ کړی دی چې له موجوده حکومته یې د رغونې بوده او تنسته ورکه ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button