(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۲۶ فریدافغان)
راپورونه وایي چې د جلال آباد هوایي ډګر ته نږدې نښته رامنځته شوې ده.
سرچینې وایي چې نښته د بهرنیانو او طالبانو تر منځ شوې چې تلفات هم لري.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبر پاڼه کې د پیښې مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې د جلال آباد ښار اړوند یې د هوایي ډګر پر اکمالاتي بیس کې پر میشتو امریکایي عسکرو تکتیکي برید تر سره کړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دې برید کې ۲ امریکایي عسکر ځای پرځای وژل شوي او یو ټپي دی.
طالبانو د خپل یوه ملګري د وژل کیدو پخلی هم کړی دی.
د ایساف ځواکونو د خپلې پالیسي ترمخه په دې تړاو له څه ویلو ډډه کړې
دا په دې ولایت کې د تیرې یوې اونۍ را په دې خوا دوهم مرګونی برید دی چې د طالبان له لوري پر امریکایي ځواکونو ترسره کيږي.
تر دې وړاندې د مامندو په دره کې د طالبانو دوو نفوذي عسکرو پر امریکایانو لوی مرګونی برید ترسره کړی و چې ۱۶ امریکایان پکې وژل شوي و.
طالبانو ویلي چې دافغان پوځ په لیکو کې یې سلګونه نفوذي ‹‹مجاهدین›› په بې صبرۍ سره دهغې شېبې انتظار کوي چې پر امریکایي عسکرو دخپلوټوپکو ججوري کې تش کړي.
په دې وروستیو کې امریکایان د خپلو تلفاتو د شمیرو له اعلان څخه ځکه ډډه کوي تر څو د جګړو په لومړیو کرښو کې د جنګیدونکو ځواکونو په مرال یې اغیزه ونه کړي


















