خــبــري!

چیري د سوز او د ارمان خبري
چیري پہ څنګ کي د درمان خبري

نسي تړاؤ د دغه دوو خبرو
چیري شهید چیري چشمان خبري

عجیب ناصح دی خپله نفس خوشال کړي
وه ماته کاندي د ایمان خبري

چي هره ژبه عقل مشر ګڼي
کړي به اکثره د لقمان خبري

د زړه له درده سترګي ھم وژاړي
چي یادي کړم د تېر زمان خبري

د شعر بڼه “جوادمله” اخلي
کړه د خوشحال او د رحمان خبري

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button