واشنګټن پوسټ: د طالبانو ماتې ناممکنه ده،امریکایان به آخر هم د تیښتې پالیسي غوره کوي

(کابل ټکی کام۱۳۹۶ مرغومی ۲۷ فرید افغان)
امریکایي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په خپله ننۍ ګڼه کې ویلي چې، په افغانستان کې د طالبانو ماتې هسې یوه شعاریزه بڼه لري او دا هسې یو ډراماتیکه لوبه ده.
ورځپاڼې ویلي چې، طالبان د افغان ولس له غیږې راپورته شوی آزادي غوښتونکی ځواک ده او په وینا یې چې ملتونه ماتې نه قبلوي.
ورځپاڼه زیاتوي چې امریکایانو د تیرو ۱۶ کلنو وروسته په لومړي ځل د ژمي په موسم کې هم خپله جګړه پراخه ساتلې خو ترڅنګ یې دمخالفینو پرمختګونه هم نه دي کمرنګه کړي .
واشنګټن پوسټ ویلي؛ امریکانو د ۲۰۱۷ په ورستیو میاشتو کې ۴۵۵ هوایي بریدونه وکړل.
چې داشمیره په ۲۰۱۲ کال کې چې ۱۰۰ زره امریکایي ځواکونه هم په دې هیواد کې و، یواځې ۲۰۲بریدونو ته رسیدل.
همداراز په تیر ۲۰۱۶ کال دا وخت ټولټال ۶۵ هوایي بریدونه شوي و.
ورځپاڼه د ملګرو ملتونو دبحران د ډلې مشهور څیړونکي برهان عثمان له قوله لیکي؛ د امریکا نوې پالیسي د یو جنګي جنایت په توګه راڅرګندیږي او په وینایې چې ۱۰۰ زرو امریکایانو داجګړه ونه ګټل شوه دا زرګونه ځواکونه یې هم نه شي ګټلی.
برهان عثمان وایي ‹‹ امریکا د طالبانو فکري تګلاره سمه نه ده تعبیر کړې، د دې ډلې هدف له جنګ کولو دادی چې یو مشروع او قانوني حکومت ولري او د یوه لاسپوڅي رژیم څخه ځان خلاص کړي د ټرمپ پالیسي د طالبانو جنګي انګیزه لا پیاوړې کوي››
د واشنګټن پوسټ په خبره؛ د نړیوالو قدرتونو له ټول نظامي ځواک کارولو سربیره اوس هم د دې هیواد نیمایي خاوره د وسلوالو طالبانو تر واکمني لاندې ده.
واشنګټن پوسټ د افغانستان دمسایلو تحلیل ګر او د امریکا دبهرنیو چارو د پخواني کارمند «بارنت روبین» له قوله لیکي:
‹‹ امریکایانو خپله ماتې فرض کړې او دا ورته مهمه نه ده چې دجنګ په میدان کې به څه پیښ شي، ځکه د طالبانو ماتې ناممکنه ښکاري››
نوموړی زیاتوي دا امکان نه لري چې امریکایان به ترهغو مبارزه کوي ترڅو یې چې طالبان په زور د مذاکراتو میز ته راوستي نه وي اما دا انتخاب لرو چې ټول محارب ځواکونه له افغانستان څخه وباسو، او طالبان دا انتخاب نه لري ځکه دهغوی خپله خاوره ده.
نوموړی ټینګار کوي چې د افغانستان د معضلې وروستی حل د امریکایي ځواکونو وتل دي.



