روسیې دښکیلو غاړو ترمنځ د منځګړتوب او غني له شرط او قید پرته د سولې غوښتنه وکړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۲۷ فرید افغان)
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي؛چې د نړیوالې ټولنې تلاش او تجربې ښیي چې د افغانستان موضوع د زور له لارې حل نلري نو اړینه ده چې ریښتوني سولییز مذاکرات وشي.
روسیې ویلي چې ‹‹موږ په جدي توګه وړاندیز کوو چې هرڅومره ژر باید خبرې پیل شي ترڅو د افغانستان داخلي شخړې پایښت ومومي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان وضعیت په ګاونډیو او سیمیزو هیوادونو بد اغیز کړی او د دې چارې لپاره اړینه ده چې یو تفاهم او جوړجاړی رامنځته شي.
ټاکل شوې ده چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لارووف به سبا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په عمومي ناسته کې چې د دې میاشتې پر ۱۹ نيټه د افغانستان په هکله خبرې کوي، امریکا ته لاړ شي.
بل پلو افغان ولسمشر غني نن په یوه ناسته کې پر طالبانو غږ کړی چې د سولې له پروسې سره یوځای شي او د پاکستان هیواد ته دې خپل اختیارات په لاس کې نه ورکوي.
طالبانو په وار وار ویلي چې دوی دهیڅ هیواد تر فشار لاندې مذاکرات نه کوي او په پوره استقلال او خپلواکي سره هر وخت چمتو دي چې د شرایطو په منلو سره سوله وکړي.
طالبانو همداراز ویلي چې د دوی له رسمي دفتر پرته د بل هر جهت سره سوله کول جعلي هڅې دي
طالبانو ویلي؛ تر هغو چې بهرني ځواکونه دلته ‹‹ اشغالګرانه›› حضور لري هیڅ ډول خبرو ته اماده نه دي.
طالبانو په ځلونو پر افغان حکومت غږ کړی چې دسولې ریښتینو خبرو ته دې غاړه کیږدي او بهرنیان دې وهڅوي تر څو په هیواد کې خپل نظامي یرغل ته دپای ټکی کیږدي.
خو دملي یووالي حکومت بیا له بهرنیانو غواړي چې خپل حضور لاپیاوړی کړي او مخالفین د جګړو له لارې وځپي.
شنونکي په دې اند دي چې حکومتي چارواکي د خپل واک دبقا په موخه ریښتینې سولې ته زړه نه ښه کوي او له طالبانو هم غواړي چې د امریکایانو تر واک لاندې حکومت ته تسلیم او پکې برخه واخلي.



