ایا دا سوله به وشي؟

لیکنه: شاکر همدرد

طالبان او امریکا دواړه وایې چې په افغانستان کې د امن قائم شي، په سوله یزه فضاء کې د ژوند وشي، جنګ جګړې د ختم شي، په یو او بل غږ کوي چې راشئ له موږ سره کینئ څو د سولې په تړاو راسره خبرې وکړو.

اوس یې، نو داسې تصور کوو چې: طالبان او امریکا راځې د سولې خبرې سره کوي، د سولې په باب خبرې جریان پیدا کوي، امریکایې مشران د سولې شرایط مخته کوي.

لومړۍ شرط دا ږدي: مخالفین د اسلحه په زمکه کیږدي.

دوهم شرط تړي: د اساسي قانون د تبدیل خبرې د نه کیږي.

دریم شرط ته راځي: هر څه د زموږ په خوښه وي تاسو زموږ د حکومت د چتر لاندې ازادانه ژوند کوئ.

څلورم شرط داسې تړلي: زموږ له اجازې پرته دې بهرنۍ اړیکې تودې نه ساتل کیږي او هر څه د زموږ په خوښه وي.
خو
بالمقابل طالبان د سولې د شرایطو طرحه داسې وړاندې کوي.

لومړۍ: تر څو چې له افغانستانه اشغالګر ځواکونه وتلي نه وي او په ګران افغانستان کې یو خارجۍ هم موجود وي موږ سوله نشو کولای ځکه اشغال او سوله په خپلو کې سره متباین دي نشي سره جمع کیدلی.

دوهم شرط: تر څو چې د تور لیست په اړه خبرې کیږي موږ سوله نشو کولای.

دریم شرط: تر څو چې مو مظلوم اسیر بندیان په کرغیړنو جیلونو کې وي سولې ته ژمن نه یو.

دا مشت نمونه خروار شرایط چې مې اوریدلي ذکر کړل نور به؛ نو شاید چې ډیر وي.

اوس راځو دیته چې دا سوله ممکنه نه ده ځکه دلته شرایط متباین دي.

هغه چې وايي: فلانی چا په واده کې نه پرېخوده او ده ویل چې زه له ناوي سره ځم.

دلته امریکا غواړي ټول واک په لاس کې واخلي او طالب ځواکونه بیا وایې چې یو خارجی دې هم دلته نه پاتې کیږي.

امریکا اوس په دې تکل کې ده چې افغانستان ته اضافي عسکر راوه لیږي څو جګړه توده وساتي.

او طالب ځواکونه بیا ددې لپاره چې خپلو جهادي موخو ته ځان ورسوي په اعلی معیار پوځي ټرینیګونه کوي او په سلهاوؤ ځوانان د خپلو معسکراتو څخه فارغوي او جګړې ته چمتوالی نیسي.

په دې حساسو شیبو کې د سولې خبرې توی وړي تر سترګو کیږي اوس باید د جګړې دواړه غاړې ښه زور سره ووهي تر څو بریا په خپل ځان کړي.

خو تر ډیره افغان جګړه ګټونکي معلومیږي او ګټونکي یې یواځې طالبان دي او وي به هم ځکه طالبان بر حیث یو ملت نه بر خیث یو ټولی د خپل ځان او د خپل حق نه دفاع کوي.

او جګړه یې د یوه داسې نظام لپاره ده چې څښتن یې ډیر غزیز او غالب ذات دي او ددې جګړې د ګټلو وعده یې هم له خپلو نیکو بندګانو سره کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button