د سولې ارمانجنوته ډالۍ

عرفان الله عرفاني

د سولې وړاندیز مکړئ طالبان یې نه مني
د سولې په ارمان به ګورته درومئ ارماني

تر هغې به وهوو سره ترڅو چې یو ژوندي
ضرور به ماتوو دا ستر ځواکونه صلیبي

د سولې خیالي خوب مو نور له فکره وباسئ
په داسې اوتو بوتو به آخر شئ لېوني

لتاسې مخکې هم ډېرو وهلې دا نعرې!
استاد برهان الدین وو که جعلي پیر ګیلاني

دا جنګ به وي جاري ترڅو حاکم نکړو اسلام

منلی مونږه نشو ستا قانون دېمکراسي

پرسر باندې که وخوري یو بل وار د موټربم
په چیغو او ژړا به کړي طالب ته بیا زاري

په خپله یې په غاړه دی زنځیر د غلامۍ
طالب ته بیا نسبت کړي د غلام او پنجابي

هر چا چې سوله کړې اوس یې و ګورئ انجام
زلیله شرمنده دي خدای یې نور هم شرموي

په ښه غَوَر یې ولوله بیا وکړه پرې ښه سوچ
غلامه غوصه نشې په غزل د (عرفاني)

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button