د امت ظلم او دپیغمبرانو علیهم السلام شفقت

ابو مصطفی بدري
نوح علیه السلام چې کله خپل امت ته دعوت ورکړ، نو د قوم مشرانو ورته وویل ٓ إِنَّا لَنَرٰىكَ فِى ضَلٰلٍ مُّبِينٍ
“موږ ته خو داسې ښكاري چي ته په څرګنده ګمراهۍ کښي اخته یې.”
خو بیا هم نوح علیه اسلام پر ځای د غصې له دوی سره شفقت، نرمه لهجه او د خیرخواهي غوښتنه کوله ورته یې وویل: وَأَنصَحُ لَكُمْ
ستاسو د خير غوښتنوكى يم.
همداراز هر قوم به خپل نبي ته هر ډول تکلیفونه ورکول خو بیا هم انبیاء علیهم السلام به له خپل امت سره محبت او شفقت کاوه لکه هود علیه السلام خپل قوم ته وویل:
أُبَلِّغُكُمْ رِسٰلٰتِ رَبِّى وَأَنَا۠ لَكُمْ نَاصِحٌ أَمِينٌ
تاسي ته د خپل رب پيغامونه رسوم، او ستاسي خوا خوږی يم چي ډاډينه ورباندي كېداى شي.
( تفسیرمظهري)
په طائف کې پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته مشرکانو داسې تکلیفونه او ظلمونه ورسول چې بدن مبارک یې زخمي زخمي شو او پڼې یې له وینو ډکې سوې
خو دی مبارک بیا هم د هلاکت او تباهي غوښتنه نه کوي بلکې د هدایت او خیر خواهي غوښتنه کوي.



