مدني ټولنه: د افغانستان په حکومت کې د ښځو ونډه د اندېښنې وړ ده

کابل ټکی کام ۱۲لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
په افغانستان کې شاوخوا ۲۷۰۰ښځې د پولیسۍ دنده لري، چې ۳۰۰ ښځې یې د مامورینو او مزدورانو په توګه کار کوي.
ځینې مدني فعالان وایي چې په پولیسو کې د ښځو ونډه نمایشي ده.
دوی وایي په هېواد کې د ښځو شمېرې (۱۵میلیونه نفوس) ته په کتو سره د حکومت په چارو کې د ښځو ونډه ډېره ټيټه ده.
د مدني بنسټونو له لورې په خپره شوې خبر پاڼه کې د ښځو پولیسو، سوله، امنیت او په کلیدي برخو کې د ښځو ونډه ننګولې ده.
په دغه خبر پاڼه کې راغلي دي چې «د کورنیو چارو وزارت په لوړو برخو کې د ښځو پولیسو ګمار د یاد وزرات یو نمایشي کار دی».
له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت د بشر حقونو د څېړنې مدیر ښاغلي هارون نور وویل چې «د پولیسو په لیکو کې د ښځو پولیسو حالت هیڅ د اندېښنې وړ نه دی، او د ښځو د ظرفیت په لوړونه کې زیات کارونه شوي دي.»
ده وویل چې دوی په پام کې لري تر څو د ښځو پولیسو د ظرفیت کچه لوړه، او ښځو پولیسو لپاره ځانګړې څوکۍ ورکړي.
د کورنیو چارو وزات د پالیسیو پر بنسټ د ۲۰۱۶ز کال تر پای پورې به ښځينه پولیسې د شمېر په کچه به ۵۰۰۰تنو ته ورسیږي.
د افغانستان د ملګرو ملتونو د امنیت شوراء د ۱۳۲۵پرېکړه لیک له مخې باید افغان دولت د مېرمنو د ګټونو خوندیتوب په پام کې نیولو سره د سولې پروسې ته لاړ شي.»
په دې وروستیو کې د اسیا بنسټ له خوا په تر سره شوې نظر سنجۍ کې ښودل شوي وو چې یواځې ۴۱،۴ سلنه افغانان د دې پلوي دي، چې ښځې دې، د اردو او پولیسو په لیکو کې کار وکړي.



