پکتیکا: درې ولسوالۍ د طالب جنګیالیو تر کلکې محاصرې لاندې دي

کابل ټکی کام ۱۲لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د پکتیکا د ولایتي شوراء رئیس ښاغلي افسر خان سلیمانخېل رسنیو ته ویلي دي چې د دغه ولایت وازې خوا، وړممې او تروې ولسوالۍ د طالب جنګیالیو تر کلکې محاصرې لاندې دي.
د ده له قوله چې د جنګیالیو د محاصرې له کبله د دغه ولایت وازې خوا، وړممې او تروې ولسوالۍ لارې په ټولیزه توګه له مرکز ښرنې-زابل او غزني ولایتونو سره تړل شوي دي.
سلیمانخېل زیاتوي چې په یادو دریو ولسوالیو کې شاوخوا یو سل او شل زره کسان د خوراکي توکو له کمښت سره مخ شوي دي.
ده دا هم وویل، چی اوس په سیمه کې د اوړو د ۵۰کیلويۍ بوجۍ نرخ ۷۰۰۰کلدارو ته پورته شوی دی.
د پکتیکا ولایت په وازې خوا ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او د طالب جنګیالیو تر منځ اخ و ډب روان ده، او ورځ تر بلې سختیږي.
له بلې خوا امنیتي ځواکونو اندېښنه ښودلې ده، که مرکزی دولت د نظامي تجهیزاتو په برخه کې مرستې ورسره ونکړي، طالبان ته ماتې ورکول ناشوني دي.



