د پوهنې وزارت له خوا په ترکمني ژبه چاپ شوي درسي کتابونه په بخاریو کې سوځول کیږي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی۲۹ فرید افغان)
د ولسمشر د دوهم مرستیال د دفتر مشاور فرید خروش رسنیو ته ویلي چې د پوهنې وزارت د افغانستان د ترکمن قبیلې وګړو ته د هغوی په ژبه چاپ شوې کتابونه چې زیاته بودیجه هم ورباندې لګول شوې، اوس د دې وزارت د ژمي بخارۍ پرې ګرمیږي.
نوموړي زیاته کړه چې د ترکمنو افغانانو د ماشومانو له پاره د چاپ شویو کتابونو ګدامونه له څو کلونو راپدیخوا د پوهنې په وزارت کې ډک ایښي او دشته فساد له کبله هیڅ کوم چارواکي یې د توزیع امر نه دی کړی او اوس د لرګیو په څیر ترې د بخاریو په ګرمولو کې ترې کار اخیستل کیږي.
نوموړي ویلي چې د ترکمن قبیلې ۵۰ تنو مشرانو له دوهم مرستیال سرور دانش سره په کتنه کې یاده موضوع مطرح کړه او له نوموړي یې وغوښتل چې حکومت دې ورسره د مور اومیرې سلوک پریږدي او د نورو افغانانو په څیر دې حقوق ورکړي.
خروش زیاتوي چې داستونزه له دې امله ده چې ترکمنان په حکومت کې دخپلې قبیلې کوم لوړپوړی استازی نه لري چې دخپلو حقوقو پوښتنه وکړي.
د اساسي قانون ترمخه؛ د هیواد هر وګړی حق لري ترڅو په خپله مورنۍ ژبه زدکړې وکړي خو د ښاغلي خروش په خبره دګډحکومت په راتګ سره د ګڼو فسادونو په ګرداب کې دا حق هم له خلکو څخه سلب شوی دی.
تر اوسه د پوهنې د وزارت چارواکو په دې اړوند کوم سپیناوی نه دی کړی.




