خپلواک: په پوهنتونونو کې ډیری محصلین ددولت او امریکایانو سره فکري مخالفت لري
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۲۹ فرید افغان)
د سولې عالي شورا منشي او د ولسمشر لوړپوړی سلاکار اکرم خپلواک نن په یوه ناسته کې د پوهنتونونو له زدکړیالانو سر وټکاوو او په وینا یې چې ډیری محصلین د افراطیت ښکار دي.
نوموړي زیاته کړه؛ چې دپوهنتونونو محصلین د دولت له ډیرو پالیسیو سره دنظر اختلاف لري او دا همدراز ورته د نړیوالې ټولنې حضور هم د مخالفو وسلوالو ډلو په څیر د اشغال معنا لري.
نوموړی دا وضعیت خواشینونکی وباله او د عواملو دڅیړلو غوښتنه یې وکړه.
نوموړی داسې مهال داخبرې کوي چې اوس هم د هیواد په ګوټ ګوټ کې د طالبانو په لیکو کې غوڅ اکثریت د پوهنتونونو زدکړیالان او له ښوونیزو ادارو فارغ شوي ځوانان فعال رول لري.
د شنونکو په باور د افغانستان جګړه نه یواځې د طالبانو، بلکې د ټول آزادي غوښتونکي ملت له خوا پر مخ بیول کیږي او ترڅو چې امریکایي ځواکونه دلته حضور ولري ترهغو به داجګړه همداسې روانه وي.



