بلخ: طالبانو پر یوه پوسته چاپه وهلې او ګڼو عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۱ فرید افغان)
راپورونه وایي چې طالبانو د بلخ ولایت شولګرې ولسوالۍ اړوند د بوزبای سیمه کې د سیمیزو پولیسو پر یوه پوسته ناڅاپي برید کړی چې ګڼو اربکیانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.
سیمیزې سرچینې وایي؛ برید داسې مهال شوی چې په پوسته کې ځایي خلک او پولیس راټول شوي وو.
د بلخ امنیتي چارواکو په دې تړاو کوم غبرګون نه دی ښږودلی
طالبان وایي برید یې د یوه نفوذي پولیس په همکارۍ ترسره کړی دی چې له دوی سره له وړاندې په اړیکه کې وو.
پوستې سقوط کړی او دپوستې د قومندان حمیدالله په ګډون یې ۱۸ تنو اربکیانو وژل شوي دي.
طالبانو همداراز د ۱۸ میله وسلو او ډیرو مهماتو د نیولو خبر هم ورکړی دی.
د یادونې وړ ده چې طالبانو په دې وروستیو کې په ګڼو ولایاتو کې امنیتي مراکز تر تصرف لاندې راوستلي او د امریکا د جګړییزې ستراتیژۍ په خلاف طالبانو نور قوت هم خپل کړی دی.



