کندز- فراه: د جګړو او عملياتو له امله زرګونه کورنۍ بې ځايه شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغه ۱) په کندز او فراه ولايتونو کې د جګړو او عملياتو له امله زرګونه کورنۍ کډو کولو ته اړ شوي چې اوس مهال په ډېر بد وضعيت کې ژوند کوي.
د راپورونو له مخې، څو ورځې مخکې دولتي ځواکونو د کندز ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې عمليات پيل کړل چې له امله يې تر دې دمه دوه زره کورنۍ بې ځايه شوي او چارواکي وايي دغه لړۍ لا هم روانه ده.
دغه کورنۍ چې مرکز کندز ته کډه شوي وايي، تر اوسه ورسره دولت هيڅ مرسته نه ده کړې او د يخنۍ او سرپناه نه لرلو له کبله يې ژوند له کړاونو سره مخ دی.
په عین حال کې د دغې ولايت د کډوالو چارو رئيس تاييدوي چې تر اوسه يادو بې ځايه شويو کورنيو سره مرستې نه دي شوي، خو په وينا يې سروې يې پيل کړې او تمه ده چې ډېر ژر مرستې ور ورسېږي.
له بله پلوه د فراه چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د جګړو او نا امنيو له کبله زرګونه کورنيو خپلې مېنې پرېښي او نورو ځايونو ته کډه شوي دي.
د فراه د کډوالو چارو رييس رحم الدين ريګ وال رسنيو ته ويلي، د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د نښتو او جګړو له پيله تر دې دمه څه باندې اووه زره کورنۍ بې ځايه شوي چې ځينې يې د فراه مرکز او يو شمير يې د ولسواليو په نورو سيمو کې اړولي دي.
د فراه او کندز بې ځايه شوي کډوال وايي:”ډیری کورنۍ سرپرستان نه لري، خپل کورنه او د اوسېدو ځايونه مو د جګړو او نا امنيو له کبله پرېښي او اوس هم په بد وضعیت کې ژوند کوو، تراوسه هېچا له موږ سره مرسته نه ده کړې”
په وروستيو کې په فراه او کندز کې د دولتي عملياتو، نا امنۍ او جنګونو له کبله زرګونه کورنۍ کډه کولو ته اړ شوي او د مسئولينو په وينا دغه لړۍ لا هم روانه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې نږدې يوه اوونۍ مخکې د افغانستان لپاره د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا په خپل راپور کې ويلي و، په تېر ۲۰۱۷م کال کې نږدې څلورنيم لکه افغانان د نا امنيو او جنګ جګړو له کبله بې ځايه شوي دي چې ډيری يې په بد وضعيت کې ژوند کوي.



