
ځوانان !!
ځوانان دي چی نظامونه جوړوي
لیکوال :شهاب لیوال
• ځوانۍ دالله تعالی له خوا یو ستر نعمت ده چی په ژوند کی یوار تکراریږی ‘داچی یو انسان یی څنګه او په کومو لارو استعمالکړي ‘دا شخص ته تعلق لري ‘
• دبیلګی په ټوګه د عربو جزیری ځوانان له نن نه 14څورلسوه کاله دمخه د یو ستر لارښود او پیغمر په لارښونی سره یی د نړی ستر ستر ځواکونه وپرځول او د خپل د نظام او دین پلوي یی کړل .
• داچی مونږ په یو اسلامي هیواد او ټولنی کی نړی ته راغلی یو نو مونږ او زمونږ ځوانان هر څه نه دمخه باید دین ته رجوع وکړي او خپل د حل لاره په دین کی ولټوي زکه چی دې هیواد کی له اسلامه بغیره بله تګ لاره ارزښت نه لري او پایله هم نه لری د بیلګی په توګه دغیر اسلامي خوزښتونو لکه دامان الله خان دیموکرات نظام ‘دکمونستانو نظام’ همداسی وس دکرزی او اشرف غنی کفری دیموکراسی نظامونه چی زمونږ د مسلمه ولس له عقایدو سره خلاف دي نه دا چی زمونږ د ولسونه درد یی دوا نکړو بلکه ورز تر بله کرکه یی ورسره زیاته کړله
• ځوانان مو د تحصیلی مدارکو او اسنادو سره سره بی روزګاره او بی کاره لارو کوڅو کی ګرځي ‘ډیرې ځوانان مو مزدوری لپاره پردو هیوادو ته مسافرت ته اړ شول چی دا دیو هیواد دیو لوی ناورین پیل بولم زکه هرهغه هیواد چی د ځوان نسل پانګونه له ځانه سره ونه لری هغه هیواد ړنګ وي. اکثر ځوانان یی راته دومره اړ کړي چی د عقایدو خلاف یی دیو مړۍ حرامی ډوډی لپاره پولیسو او اردو لیکو کی جذب او خپل شوم اهداف پری پلي کوي’
• ځوانان دي چی نظامونه جوړوي نو داچی کفارو زمونږ د ځوانانو په ذهني او فکري تګلارو ډیر قوی کار کوی او زمونږ اکثر ځوانان یې له دین سیاست او هیواده بیګانه او سم یی خپل د لاس آله جوړ کړي ددوی د انحراف وسایل انټرنت’مبتذلی رسانی ‘لکه راډیو ګانی ‘تلویزونونه .چاپی رسنې ‘ هغه ستر عاملونه دی چی زمونږ ځوان نسل یی بی برنامی بی ارادی کړي
• دا چی اکثر زمونږ مشران ځوانان تحصیل تعلیم او تعلم ته تشویقوی مونږ یی دا تګلاره ستایو خو د تعلیم او تعلم تر څنګه د ځوان مسئولیت داهم ده چی څنګه او د کوم نظام تر سیورۍ لاندی ژوند او خدمت وکړی تر هغه چی زمونږ هیواد کی د جګړی عامل ختم نشي تر هغه چی زمونږ هیواد نه د اشغالګرو وتل حتمي نشی تر هغه به زمونږ ځوانان که د عصری علومو محصلین وي او یا د دیني علوم محصلین وي دپردو او کفارود د ګټو قرباني وي
• ځوان باید داسی ژوند وکړی چی الله تعالی ته خوښه او دهیواد اسلام او دین منافع لپاره لومړیټوپ ورکړي او دهیواد دین او خپل د راتلونکي نسلونو امنیت عزت او تعلیم ورکی خوندي شی او دا ناوړه ناورینونه چی په دی دری لسیزو کی زمونږ ځوانانو ولیدل دپاۍ ټکۍ کیږدي



