
د نړۍ پای (۶۸مه برخه) – حضرت عيسی علیه السلام به په کومو حالاتو کې او ځنګه نازليږي؟
عيسی علیه السلامبه څنګه او چيرته نازليږي؟
حضرت عيسی علیه السلام به په کومو حالاتو کې نازليږي؟
مسلمانان به په دې وخت کې له يوه لوی جنګ څخه را ستنيدونکي وي، هغوی به د قسطنطنيه ښار فتح کړي او د عيسايانو له لاس څخه به يې ازاد کړي او دا خبره خو تيره شوه چې مسلمانان به د قسطنطنيه ښار د تورو په ذريعه نه بلکه د (لا اله الا الله) او تکبير (الله اکبر) په ذريعه فتح کړي، يو نا څاپه به شيطان د هغوی په مينځ کې اعلان وکړي چې دجال د باندې راووت او راغی، د دې خبرې په اوريدو سره به مسلمانان قسطنطنيه پريږدي او د دمشق لوري ته به مخ کړي، ځکه چې د مسلمانانو مرکز به په دې وخت کې دمشق وي او په دې وخت کې به په رښتيا مسيح دجال راغلی وي، هغه به په ټوله زمکه وګرځي او غټې فتنې به را بر سيره کړي ([1]).
په يوه بل مفصل روايت کې دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د دجال په باره کې د خبرو کولو په وخت کې وويل:
دجال به د مدينې شاړې زمکې ته راشي، مدينې ته داخليدل په هغه حرام کړی شوي دي، مدينه به خپلو اوسيدونکو ته يوه يا دوه جټکې ورکړي، د هغو اثر به دا وي چې ټول منافق سړي او ښځې به له مدينې څخه ووځي او د دجال لوري ته به ورشي، بيا به دجال د شام لوري ته مخه وکړي او د هغه په ځينو غرونو به ودريږي او هغه به محاصره کړي، يو شمير مسلمانان کوم به چې د غره په لاندې برخه کې موجود وي، دجال به د غره بيخ ته ولاړ شي او هغه به هم محاصره کړي، کله چې دا محاصره اوږده شي نو يو مسلمان به په غصه شي او خپلو ملګرو ته به ووايي: اې د مسلمانانو ټوليه ! تاسو به تر څو په دې حالت کې اوسيږي، د الله دښمن دجال دستاسو په زمکه باندې ګيره اچولې، پورته شی د باندې را ووځی، تاسو په دوو خبرو کې يوه ضرور غوره کړی، الله تعالی به تاسو ته شهادت نصيب کړي يا به په هغه باندې غالب شی، هغه به ټول د زړه په اخلاص په مرګ بيعت وکړي، په دې وخت کې به يو نا څاپه ابن مريم عليها السلام تشريف راوړي، د مؤمنانو له سترګو به د ظلمت پردې ليرې شي، عيسی علیه السلام به د هغوی په مينځ کې موجود وي ([2]).
خلک به ووايي: د الله بنده ! ته څوک يې؟ عيسي علیه السلام به ووايي: زه د الله بنده او د هغه رسول يم، په دې موقع به عيسی علیه السلام مؤمنانو ته ووايي: تاسو خلک له دجال څخه د نجات په پيدا کولو کې له دريو صورتونو څخه يو غوره کړی کوم چې تاسو ته ډير خوښ وي، لومړی دا چې الله تعالی په دجال او د هغه په لښکر له آسمان څخه کوم عذاب را نازل کړي، دويم صورت دا دی چې الله تعالی هغه په زمکه کې ننه باسي او دريم صورت دا دی چې الله تعالی د ستاسو اسلحې په هغوی مسلطې کړي او د هغوی اسلحې له تاسو څخه بندې کړي، هغوی به ووايي: اې د الله نبي ! دا دريم صورت زمونږ لپاره تر ټولو ډير اطمناني دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلې جاري وساتلې او وې فرمايل: په دغه ورځ به تاسو ووينی چې يو قوي الجثه، ډير څښونکی او خوړونکی يهودي به په دې حالت سره يو په څلور شي مګر د لړزيدو له امله به يې لاس تورې نه رسيږي، د ايمان خاوندان به د دجال په لوري ور شي او په هغه به فتح ترلاسه کړي، کله چې هغه ابن مريم وويني نو د سيسۍ په څير به تيښته شروع کړي، تر دې چې عيسی علیه السلام به هغه را ګير کړي او قتل به يې کړي ([3]).
د عيسی علیه السلام په لاس د دجال وژلو قيصه په تفصيل سره په مخکنيو صفحو کې تيره شوه ([4]).
عيسی علیه السلام به څنګه او چيرته نازليږي؟
د هغه نزول به د دمشق په مشرق کې د يوه سپين مينار سره نږدي وي، د هغه په بدن به د ورس ([5]) او زغفرانو دوه رنګې دوه جامې وي او هغه به د دوو فرښتو په وزرو باندې له خپلې اسلحې سره تشريف راوړي.
علامه ابن کثير رحمه الله ويلي دي چې مشهوره خبر دا ده چې هغه به په دمشق کې په سپن مشرقي مينار باندې را نازليږي، په دې وخت کې به د لمانځه لپاره اقامت ويل شوی وي، د مسلمانانو امام به له هغه وغواړي : اې روح الله ! راشه لمونځ ورکړه، مګر هغه به ووايي : ته په خپله امامت ورکړه ځکه دا اقامت د ستا لپاره ويل شوی دی.
او په يوه روايت کې دي چې په تاسو کې ځينې په ځينو باندې اميران ياست، دا د الله تعالی له لوري د دغه امت اعزاز دی.
د علامه ابن کثير رحمه الله بيان دی چې د دغه مينار تعمير زما په زمانه کې په سنه (۷۴۱ هجري) په سپينو تيږو (ډبرو) له نوي سره شوی، د دغه مينار تعمير د هغو عيسايانو په مال شوی کومو چې په دې ځای باندې موجود پخوانی مينار وسوځاوه، غالباً دا هم شايد د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د نبوت له واضحو دلايلو څخه يو دليل وي چې د دغه مينار تعمير به د عيسايانو په مال سره کيږي، په کوم به چې عيسی علیه السلام را نازل شي، خنزير به ووژني، صليب به مات کړي او له هغوی څخه به جزيه نه قبلوي ([6]).
ما (مؤلف) په سنه (۱۴۱۲ هجري) کې په خپله د دمشق په مشرقي علاقه کې دغه سپين مينار وليد د کوم په باره کې چې د هغه ځای په خلکو کې دا مشهوره وه چې عيسی علیه السلام به په دې مينار باندې را نازليږي، ما د هغه عکس هم اخيستی، دا مينار په جومات کې نه دی بلکه د يوه بازار په مينځ کې درول شوی، په کومه محله کې چې دا مينار دی د هغې اکثر اوسيدونکي عيسايان دي، ما په خپل کتاب کې دا عکس لګولی، اوس نو دا خبره الله تعالی ته معلومه ده چې عيسی علیه السلام به په دې مينار باندې را نازليږي او که په کوم بل مينار به تشريف راوړي.
دا هم ويل شوي دي چې د عيسی علیه السلام نزول به د دمشق د جامع مسجد (اموی) په مينارونو کې په کوم يوه مينار باندې وي، زه په دې باره کې په پوره وثوق سره کومه خبر نشم کولای (والله اعلم).
نبي کريم صلی الله علیه وسلم د عيسی علیه السلام ټول صفتونه د امت مخته وړاندې کړي او د هغو حالاتو تعين يې هم کړی په کومو کې به چې هغه تشريف راوړي تر څو چې د يوه مسلمان په معلوماتو کې کوم شک او شبه پاتې نشي.
نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايي : هغه به يو داسې سړی وي!
درميانه قد به يې وي، يعنې نه به ډير اوږد وي او نه لنډ.
د هغه د مخ رنګ به سپين سوروالي ته به مايل وي.
هغه به د پراخې سينې درلودونکی وي.
د هغه ويښتان به سم وي، يعنې تاو شوي به نه وي، ګويا چې د هغه له سر څخه به د اوبو څاڅکي تويږي مګر ويښتان به يې نمجن نه وي.
په خلکو کې به د عروه بن مسعود ثقفي رضی الله عنه په شکل له هغه سره تر ټولو زيات ملاقي کيږي.
حضرت ابو هريرة رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
کله چې ما اسمانونو ته تګ کاوه، زه له موسی علیه السلام سره ملاقي شوم او له عيسی علیه السلام سره مې هم ملاقات وشو، بيا نبي کريم صلی الله علیه وسلم د هغه د حليه بيانولو په وخت کې وفرمايل: د هغه درميانه قد او سور بخون رنګ يې دی، ګويا که چې هغه له حمام څخه راوتلی را روان دی ([7]).
حضرت ابو هريرة رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
زه په حطيم کې ووم او قريشو له ما څخه زما د معراج سفر په باره کې پوښتنې کولې، هغوی له ما څخه د بيت المقدس متعلق د ځينو داسې شيانو پوښتنې وکړې د کومو متعلق چې ما ته په وثوق سره څه ياد نه وو، له هغوی څخه زه دومره تنګ شوم د کوم چې مثال نشته، نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايي : چې بيا الله تعالی بيت المقدس زما مخته داسې کړ لکه چې زه د هغه لوري ته ګورم او قريش چې له ما څخه د هغه په باره کومې پوښتنې کوي زه د هغوی په باره کې ځواب ورکوم، ما د معراج په شپه د انبياؤ ټولی وليد، موسی علیه السلام ولاړ وو لمونځ يې کاوه، يو نا څاپه يو سړی زما مخته راغی ما چې کله ورته وکتل نو هغه عيسی علیه السلام وو کوم چې د لمانځه په حالت کې ولاړ وو، له هغه سره ډير مشابهت لرونکی عروه بن مسعود رضی الله عنه دی، يو نا څاپه مې په حضرت ابرهيم علیه السلام نظر پريوت هغه هم د لمانځه په حالت کې ولاړ وو، له هغه سره ډير مشابهت لرونکی دستاسو دغه ملګری دی، يعنې په خپله نبي کريم صلی الله علیه وسلم ، د لمانځه وخت شو نو ما د هغوی ټولو امامت وکړ، کله چې زه له لمانځه څخه فارغ شوم نو يوه ويونکي وويل: اې محمد ! دا د جهنم داروغه مالک دی، دې ته سلام وکړه، زه چې د هغه لوري ته متوجه شوم نو هغه په سلام کې له ما څخه مخته شو ([8]).
نبي کريم صلی الله علیه وسلم دا هم فرمايلي:
ما په خوب کې په خپله کعبه له نږدې وليدله، يو نا څاپه زما نظر په يوه غنم رنګي باندې ولګيد، هغه غنم رنګی يو ښايسته سړی وو، د هغه اوږده اوږده ويښتان وو چې دواړو اوګو ته رسيدل، د هغه ويښتان نه بيخي تاو شوي او نه بالکل سم وو، بلکه د دواړو په مينځ کې وو، د هغه له سر څخه د اوبو څاڅکي څڅيدل، هغه د دوو سړيو په اوګو باندې خپل دواړه لاسونه ايښي وو او د بيت الله طواف يې کاوه، ما پوښتنه وکړه: دا څوک دی؟ راته وويل شول : دا مسيح ابن مريم عليها السلام دی.
د هغه شا ته مې يو بل کس تلونکی وليد د کوم چې سخت تاو شوي ويښتان وو او په چپه سترګه ړوند وو، ما چې څومره خلک ليدلي په هغوی کې يې ډير ورته والی له (عبد العزی بن قطن بن عمرو خزاعی) سره درلود، هغه هم د دوو سړيو په اوګو لاسونه ايښي وو او د بيت الله طواف يې کاوه، ما وپوښتل : دا څوک دی؟ راته وويل شول : دا مسيح دجال دی ([9]).
يو اشکال
ځينو خلکو ته په دې خبره باندې په پوهيدلو کې سختي وي چې د حضرت عيسی ابن مريم عليها السلام او دجال له يوه ځای څخه را پورته کيدل څنګه ممکن دي، ځکه دجال چې کله عيسی علیه السلام وويني نو تښتي به؟ او بيا د دجال د کعبې خوا ته تلل څنګه ممکن دي، کله چې په ده باندې مکې ته داخليدل هم حرام دي؟
ځواب
دا يو خوب دی کوم چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم ليدلی، په امر واقع کې داسې نه دی، خو پوښتنه دا ده چې آيا د انبياء کرامو خوب وحې نه ده؟ حافظ ابن حجر رحمه الله د دې ځواب داسې کړی چې د انبياء کرامو خوب اګر چې وحې ده، ليکن په هغو کې ځينې خوبونه داسې دي د کومو چې تعبير ښه دی او د ځينو نه، ځينو دا ځواب هم کړی چې دجال به مکې او مدينې ته داخل شي، مګر کله چې هغه د دجال او غټې فتنې په ډول را ښکاره شي نو په دې وخت کې به هغه بيا مکې او مدينې ته نشي داخليدلای، لهذا په دې کې اشکال نشته.
د حضرت عيسی علیه السلام کار او د هغه د دور واقعات
حضرت عيسی علیه السلام به له خپل نزول او د دجال له وژلو وروسته کله چې د مؤمنانو امور او معاملات سم کړي نو لاندني کارونه به تر سره کړي:
د اسلامي حکومت قيام، خلک د شريعت تابع کول او د منحرفو مذاهبو له منځه وړل.
حضرت ابو هريرة رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَيُوشِكَنَّ أَنْ يَنْزِلَ فِيكُمْ ابْنُ مَرْيَمَ حَكَمًا عَدْلًا فَيَكْسِرَ الصَّلِيبَ وَيَقْتُلَ الْخِنْزِيرَ وَيَضَعَ الْجِزْيَةَ ([10]).
ژباړه :
په هغه ذات قسم د کوم په قبضه کې چې زما روح دی، نږدې ده چې دستاسو په مينځ کې عيسی ابن مريم عليها السلام عادل واکمن جوړ شي او نزول وکړي، هغه به صليب مات کړي، خنزير به قتل کړي او جزيه به ختمه کړي ( هغه به له هيڅ کافر څخه نه غوښتل کيږي).
د الله تعالی د کلمې پورته کول، د يهودو او نصاری ؤ دغوت باطلول او د جزيې ختمول.
د مسيح دجال وژل.
د خلکو په مينځ کې حکومت کول، د عدل او سلامتي خپرول.
حضرت ابو هريرة رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
ټول انبياء د علاتي (پلار شريک) وروڼو په څير دي، د هغوی ميندې جلا جلا دي مګر د ټولو دين يو دی، زه عيسی ابن مريم عليها السلام ته تر ټولو ور نږدې يم، ځکه چې زما او د هغه په مينځ کې کوم نبي نشته، هغه به له شک پرته را نازليږي، چې هغه وګوری نو پوهيږي به چې د درميانه قد لرونکی، سپين سور والي ته مايل رنګ لرونکی دی، په هغه به له پاسه دوه رنګې جامې وي، د هغه له سر څخه به اوبه څڅيدونکې معلوميږي مګر د هغه ويښتان به نمجن نه وي، هغه به صليب ټوټې ټوټې کړي، خنزير به قتل کړي، جزيه به ختمه کړي او خلک به د اسلام لوري ته را دعوتوي، الله تعالی به د هغه په دور کې له اسلام پرته نور ټول مذاهب ختم کړي، د هغه په وخت کې به الله تعالی مسيح دجال هلاک کړي او پر زمکه به د امن او امان دوره وي تر دې چې زمری به له اوښانو سره، ليوه به له ميګو سره يو ځای څري،ماشومان به له مار سره مستي کوي مګر هغه به دوی ته هيڅ نقصان نه رسوي، د هغه حکومت به تر څلويښتو (۴۰) کلونو پورې وي، بيا به هغه وفات شي او مسلمانان به د هغه د جنازې لمونځ وکړي ([11]).
د خوشحالي او امن عام کيدل.
د قريشو د واکمني ختمول.
حضرت ابو امامه باهلي رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
عيسی ابن مريم علیه السلام به زما په امت کې د عادل واکمن او انصاف کوونکي په څير تشريف راوړي، هغه به صليب ټوټې ټوټې کړي، خنزير به ووژني، جزيه به ختمه کړي او صدقه به پريږدي ([12]).
د ميګو او اوښانو زکاة به نه اخيستل کيږي، په خپل مينځ کې به دښمني او بغض پورته کړل شي، له هر زهر لرونکي ځناور څخه به زهر ليرې کړل شي ([13]) تر دې چې يو ماشوم به د مار په خوله کې لاس ورکړي خو هغه به هيڅ نقصان نشي ورته رسولای، واړه ماشومان به له زمريانو سره لوبې کوي مګر هيڅ نقصان به نشي ورته رسولای، ليوه به له ميګو سره داسې اوسيږي لکه چې د هغوی يو ساتونکی سپی وي، زمکه به له امن او سلامتي څخه داسې ډکه شي لکه چې يو لوښې له اوبو څخه ډک وي، ټول خلک به په يوه کلمه باندې متفق وي او له الله تعالی پرته به د بل هيڅ شي او هيچا عبادت نه کيږي، جنګ او جدال به ختم شي، د قريشو حکومت به ختم شي، زمکه به د سپينو د يوه لوښي په څير شي، هغه به خپل پيدا وار داسې ورکوي لکه څنګه يې چې د حضرت آدم علیه السلام په وخت کې ورکاوه تر دې چې يو شمير خلک به د انګور په يوه وښکالي سره را يو ځای شي او دا يو وښکالی به د هغوی ټولو خيټې ډکې کړي، همدا شان ډير خلک به په يوه انار سره را يو ځای شي او دا يو انار به هغه ټول ماړه کړي، د ميښ قيمت به ډير کم وي او آس به په څو درهمو پيدا کيږي ([14])
دستاسو بغض به ختم کړل شي، حسد او کينه به له زړونو ليرې کړل شي.
حضرت ابو هريرة رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
د مسيح علیه السلام له راتګ وروسته ژوند کوونکو ته دې مبارک وي، آسمان ته به د باران ورولو او زمکې ته به د نباتاتو را زغونولو عامه اجازه وکړی شي تر دې که تاسو په کومه صفا ستره ډبره (تيږه) باندې هم کوم تخم واچوی نو هغه به را زرغون شي، يو انسان به له زمري سره په خوا کې تيريږي هغه ته به هيڅ نقصان نشي رسولای، که په کوم مار پښه کيښودل شي نو هغه به هم کوم نقصان نشي رسولای، په دې وخت کې به په تاسو کې نه دښمني وي نه حسد او نه بغض ([15]).
د جنګونو او قتل ورکول.
له حضرت ابو هريرة رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
عيسی علیه السلام به عادل امام او انصاف کوونکی واکمن به را نازل شي، هغه به صليب ټوټې ټوټې کړي، خنزير به قتل کړي، امن او سلامتي به راولي او له تورو څخه به درانتي ([16]) (لرونه) جوړ کړي.
له هر زهرجن ځناور څخه به زهر ليرې کړل شي، آسمان به خپل رزق نازل کړي، زمکه به خپل برکات د باندې را وباسي، تر دې چې يو ماشوم به له مار سره لوبې کوي، ليوه به ميګې څروي او هغوی ته به هيڅ نقصان نه رسوي، زمری به غواوې څروي او هغوی ته به هيڅ نقصان نه رسوي ([17]).
د حضرت عيسی علیه السلام د ملګريو مقام
حضرت ثوبان رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
عصابتان من امتي احرزهما الله من النار، عصابة تعزوالهند، وعصابة تکون مع عيسی ابن مريم عليهما السلام
ژباړه :
زما په امت کې دوه ډلې داسې دي کومې چې الله تعالی له جهنم څخه بچ کړې دي، يوه هغه ډله ده کومه به چې په هند باندې حمله وکړي او دويمه ډله هغه ده کومه به چې له عيسی علیه السلام سره وي ([18]).
په ټولو انبياؤ کې يواځې د عيسی علیه السلام په نازليدو کې حکمت
شايد تاسو ته په ذهن کې دا پوښتنه پيدا شوې وي چې په اخره زمانه کې د نزول لپاره په ټولو انبياء کرامو کې د حضرت عيسی علیه السلام انتخاب څنګه وشو؟
د حضرت عيسی علیه السلام په نزول کې حکمت څه دی؟ په دې باره کې د علم خاوندانو څو خبرې کړې دي چې په لاندې ډول ذکر کيږي:
د يهوديانو د دې دعوې رد مقصود دی چې مونږ عيسی علیه السلام وژلی، الله تعالی د دوی دا دروغ ښکاره کوي، يهودو هغه نه دی وژلی، بلکه هغه به يهود او د هغوی رئيس دجال وژني، د حافظ ابن حجر رحمه الله په نزد دا قول له نورو څخه راجح دی ([19]).
حضرت عيسی علیه السلام په انجيل کې د امت محمدي صلی الله علیه وسلم په باره کې ويلي لکه چې الله تعالی جل جلاله فرمايي:
وَ مَثَلُہُمۡ فِی الۡاِنۡجِیۡلِ ۚ۟ۛ کَزَرۡعٍ اَخۡرَجَ شَطۡـَٔہٗ فَاٰزَرَہٗ فَاسۡتَغۡلَظَ فَاسۡتَوٰی عَلٰی سُوۡقِہٖ ([20]).
ژباړه :
دا اوصاف هغه اوصاف دي چې مثالونه يې په تورات کې بيان شوي دي او دا هغه اوصاف دي چې مثالونه يې په انجيل کې بيان شوي دي لکه هغه کښت چې را وباسي څانګې خپلې بيا يې ملا خپله ټينګه کړي ؛ بيا کلکه او پريړه شي دغه څانګه او ودريږي دغه کښت پس له ضعيفي او نرمي نه په پنډيو او بيخونو خپلو باندې.
هغه له الله تعالی څخه دعا غوښتې چې هغه د دې امت يو فرد جوړ شي، الله تعالی د هغه دا دعا قبوله کړې او هغه يې پاتې کړی تر څو چې په آخره زمانه کې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دين (اسلام) د شعائرو مجدد جوړ شي او تشريف راوړي.
د حضرت عيسی علیه السلام زمکې ته را نازليدل د هغه د مرګ د نږديوالي باعث دی تر څو چې هغه په زمکه کې دفن کړای شي، ځکه چې له خاورې څخه پيدا شوي هر مخلوق لپاره دا لايقه ده چې په زمکه کې وفات شي او په هغې کې دفن کړای شي، د هغه نزول به د دجال په زمانه کې وي او هغه به دجال وژني.
هغه به د عيسايانو د تکذيب لپاره را نازليږي، د هغه په راتګ سره به د نصاری ؤ دا دعوه دروغ ثابته شي چې هغه د الله زوی دی، الله تعالی به د هغه په زمانه کې له اسلام پرته نور ټول دينونه ختم کړي، هغه به صليب مات کړي، خنزير به قتل کړي او جزيه به ختمه کړي.
د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم او حضرت عيسی علیه السلام په مينځ کې يو
خاص قسم ربط دی:
د الله تعالی رسول صلی الله علیه وسلم فرمايي:
انا اول الناس بعيسی ابن مريم ليس بيني وبينه نبي ([21]).
ژباړه : زه عيسی علیه السلام ته تر ټولو ډير نږدې يم، ځکه چې زما او د هغه په مينځ کې هيڅ نبي نشته.
رسول الله صلی الله علیه وسلم په ټولو خلکو کې له حضرت عيسی علیه السلام سره يو خاص قسم ربط لرونکی او له هغوی څخه نږدې دی، حضرت عيسی علیه السلام خلکو ته د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د راتلو خوشخبري ورکړې وه چې هغه به له ده څخه وروسته راشي، هغه خلکو ته د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د تصديق او په هغه صلی الله علیه وسلم باندې د ايمان راوړو دعوت ورکړی وو لکه چې الله تعالی جل جلاله فرمايي:
وَ اِذۡ قَالَ عِیۡسَی ابۡنُ مَرۡیَمَ یٰبَنِیۡۤ اِسۡرَآءِیۡلَ اِنِّیۡ رَسُوۡلُ اللّٰہِ اِلَیۡکُمۡ مُّصَدِّقًا لِّمَا بَیۡنَ یَدَیَّ مِنَ التَّوۡرٰىۃِ وَ مُبَشِّرًۢا بِرَسُوۡلٍ یَّاۡتِیۡ مِنۡۢ بَعۡدِی اسۡمُہٗۤ اَحۡمَدُ ؕ فَلَمَّا جَآءَہُمۡ بِالۡبَیِّنٰتِ قَالُوۡا ہٰذَا سِحۡرٌ مُّبِیۡنٌ ﴿۶﴾ ([22]).
ژباړه : ياد کړه اې محمده ! هغه وخت چې وويل عيسی زوی د مريمې داسې چې اې بني اسرائيلو (اولاده د يعقوب) بيشکه زه رسول ليږلی شوی د الله يم تاسې ته (حال دا چې تصديق کونکی يم) د هغه کتاب چې وړاندې ځما دی له توريت څخه او زيری کونکی يم په هغه رسول سره چې را به شي وروسته له ما څخه چې نوم د هغه احمد دی بيا (وائي الله) کله چې راغی هغه رسول دويته په ښکاره ؤ معجزو سره وويل (بني اسرائيلو) دا (قران) سحر کوډې دي ښکاره.
په يوه حديث کې راغلي چې صحابه کرامو رضی الله عنهم عرض وکړ: اې د الله رسوله ! مونږ ته د ځان په باره کې ووايه نو نبي کريم صلی الله علیه وسلم ورته وويل: هو ! زه د خپل پلار ابراهيم علیه السلام دعا او د خپل ورور عيسی علیه السلام زيری يم ([23]).
زمونږ نبي حضرت محمد صلی الله علیه وسلم مونږ ته حکم کړی چې مونږ عيسی علیه السلام ته د هغه صلی الله علیه وسلم سلام ورسوو
حضرت ابو هريرة رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
يوشك المسيح عيسى بن مريم أن ينزل حكما قسطا وإماما عدلا فيقتل الخنزير ويكسر الصليب وتكون الدعوة واحدة فأقرئوه أو أقرئه السلام من رسول الله صلى الله عليه و سلم وأحدثه فيصدقني ([24]).
ژباړه : نږدې ده چې عيسی علیه السلام به انصاف کوونکی واکمن او عادل امام به تشريف راوړي، هغه به خنزير قتل کړي، صليب به ټوټې ټوټې کړي او په دې وخت کې به دعوت يواځې يو وي، تاسو د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لوري په هغه سلام ووايی، زه چې څه بيانوم هغه به د هغه تصديق کوي.
په يوه بل روايت کې دي:
انى لأرجو ان طال بي عمر أن ألقى عيسى بن مريم عليه السلام فإن عجل بي موت فمن لقيه منكم فليقرئه منى السلام ([25]).
ژباړه :
زما اميد دی که زما عمر اوږد شو نو زه به له عيسی علیه السلام سره ووينم : او که زه زر وفات شم نو په تاسو کې چې کوم يو هم له عيسی ابن مريم عليهما السلام سره ملاقي شی هغه دې زما له لوري په هغه باندې سلام ووايي.
له را نازليدو وروسته به عيسی علیه السلام څومره موده په زمکه کې وي
عيسی علیه السلام به په زمکه کې تر څلويښت (۴۰) کلونو پورې ژوند کوي، د هغه په زمانه کې به خلک له خوشحالي، سلامتي او عدل سره اوسيږي، په دې باندې د حضرت ابو هريرة رضی الله عنه هغه حديث دلالت کوي کوم مو چې تر دې وړاندې بيان کړ چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
الأنبياء إخوة لعلات أمهاتهم شتى ودينهم واحد وأنا أولى الناس بعيسى بن مريم لأنه لم يكن بيني وبينه نبي الی ان قال : فيمكث أربعين سنة ثم يتوفى ويصلي عليه المسلمون ([26]).
ژباړه : ټول انبياء کرام د علاتي (پلار شريک) وروڼه دي، د هغوی ميندې جلا جلا دي مګر دين د ټولو يو دی، زه له خلکو څخه ډير حضرت عيسی علیه السلام ته ور نږدې يم، ځکه چې د هغه او زما تر مينځ کوم نبي نشته:
تر دې چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم وفرمايل : هغه به په زمکه کې تر څلويښت (۴۰) کلونو اوسيږي، بيا به وفات شي او مسلمانان به د هغه د جنازې لمونځ وکړي.
حضرت ابوهريرة رضی الله عنه د دې آيت کريمه وَ اِنَّہٗ لَعَلۡمٌ لِّلسَّاعَۃِ په تفسير کې فرمايي:
له دې څخه مراد د عيسی علیه السلام خروج دی، هغه به په زمکه کې تر څلويښت (۴۰) کلونو پورې اوسيږي، دا څلويښت کلونه به د څلورو کلونو په څير وي، هغه به حج او عمره هم کوي ([27]).
حضرت عيسی علیه السلام به حج کوي
حضرت ابو هريرة رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
والذی نفسي بيده ! ليهلن ابن مريم بفج الروحاء حاجا او معتمرا او ليثنينهما ([28]).
ژباړه :
په هغه ذات قسم د کوم په لاس کې چې زما روح دی ! عيسی ابن مريم عليهما السلام به ضرور له (فج روحاء) څخه د حج يا عمرې احرام وتړي يا به دا دواړه يو ځای اداء کړي.
مطلب دا دی چې عيسی علیه السلام به د (فج روحاء) له مقام څخه تلبيه شروع کړي، دا ځای د مکې مکرمې او مدينې منورې په درمياني لارې باندې واقع دی، د هغه احرام به د حج تمتع لپاره وي، يعنې اول به عمره وکړي احرام به خلاص کړي او بيا به د حج لپاره په دويم ځل احرام وتړي، يا بيا به حج قران وکړي، يعنې په يوه احرام سره به عمره او حج اداء کړي.
[1] – د دجال په باره کې په تفصيل سره خبره تيره شوه، وګورئ په علامت کبری کې علامه نمبر (۱).
[2] – مطلب دا دی چې کله مسلمانان په دې خبره متفق شي چې دوی به د سهار له لمانځه وروسته له دجال سره د جهاد کولو لپاره ووځي، نو د لمانځه لپاره به اقامت وويل شي، امام به د لمانځه د امامت لپاره وړاندې ولاړ وي چې عيسی ابن مريم به را نازل شي.
[3] – المصنف لعبد الرزاق :۱۱/ ۳۹۷.
[4] – وګورئ په علامات کبری کې علامه نمبر (۱).
[5] – تل کی مانند ايک قسم کی ګهاس جس سی کپړا رنګنی کا کام ليا جاتا هی (سيف).
[6] – النهاية فی الفتن والملاحم :۱/ ۱۹۲.
[7] – صحيح البخاري، احاديث الانبياء، حديث : ۳۴۳۷، وصحيح مسلم، الايمان، حديث : ۱۶۸.
[8] – صحيح مسلم، الايمان، حديث : ۱۶۹.
[9] – صحيح البخاري، احاديث الانبياء، حديث : ۳۴۴۰، وصحيح مسلم، الايمان، حديث : ۱۶۹.
[10] – صحيح البخاري، احاديث الانبياء، حديث : ۳۴۴۸، وصحيح مسلم، الايمان، حديث : ۱۵۵.
[11] مسند احمد : ۲/ ۴۰۶، المستدرک للحتکم :۲/ ۵۹۵، وقال : صحيح الاسناد ولم يخرجاه ووافقه الذهبي.
[12] – مطلب دا دی چې مال به په دومره کثرت سره وي چې هيڅوک به صدقه نه قبلوي، له دې امله چې هر څوک به غني وي.
[13] – يعنې زهر لرونکي ځناوران لکه مار وغيره، مار او وغيره به زهر نلري.
[14] – سنن ابن ماجه، الفتن، حديث : ۴۰۷۷.
[15] – مسند الفردوس للديلمي :۲/ ۴۵۰، وسلسلة الاحاديث الصحيحة : ۴/ ۵۵۹.
[16] – درانتي : هغه اله ده په کومې سره چې د فصلونو لو کيږي لکه زمونږ په وخت کې مثلا (لور، لرۍ وغيره) (ژباړن) مطلب دا دی چې د کفر خاتمه، د جنګونو ورکول، هر لوري ته امن او خوشحالي او د زړونو د سلامتي له امله به خلک تورو ته هيڅ ضرورت نلري او هغوی به له تورو څخه د لرونو کار اخلي او په هغه به فصلونه ريبي.
[17] – مسند احمد : ۲/ ۴۸۲، وقال الهيثمي في مجمع الزوائد : ورجاله رجال الصحيحين.
[18] – سنن نسائي، الجهاد، حديث : ۳۱۷۵.
[19] – فتح الباري، شرح صحيح البخاري، الجهاد، حديث : ۳۴۴۹.
[20] – الفتح، ية : ۲۹.
[21] – مسند احمد :۲/ ۴۶۳، قال المناوي : اسناده حسن.
[22] – الصف، آية : ۶.
[23] – مسند احمد : ۵/ ۲۶۲.
[24] – مسند احمد : ۲/ ۳۹۴ (حسن).
[25] – مسند احمد : ۲/ ۲۹۸، (اسناده صحيح).
[26] – مسند احمد :۲/ ۴۰۶ (صحيح).
[27] – مسند عبد بن حميد، دا د اثر مرفوع حديث په حکم کې دی، ځکه دا رنګه خبرې صحابي له خپلې رايه څخه نشي کولای.
[28] – صحيح مسلم، الحج، حديث : ۱۲۵۲.



