رسنیز بنسټونه: حکومت د پیښو واقعي معلومات رسنیو ته نه ورکوي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۳ فرید افغان)
له څو کلونو را په دې خوا پر حکومت تور وو، چې د پیښو په هکله له رسنیو څخه د تلفاتو ریښتینې شمیرې پټوي او یواځې په سانسوریزه توګه هغه ارقام رسنیو ته په واک کې ورکوي چې د تلفاتو څخه څو چنده کم وي.
رسنۍ وایي، چې نه یواځې حکومت بلکې، امریکایانو هم له تیرې ۱۶ کلنې جګړې راپدیخوا دخپلو تلفاتو هغه شمیرې نه دي په ډاګه کړې چې واقیعت او کره والی ولري.
د رسنیزو بنسټونو دې اندیښنو هغه مهال زور واخیست کله چې افغان ولسمشر د سي بي ایس نیوز خبریالې ته وویل چې یواځې په څلورو میاشتو کې یې تر ۴ زرو ډیر عسکر وژل شوي او تر ۲۵۰۰ ډیر ټپیان دي، چې افغان امنیتي ادارو په رسمي توګه تر دې څو چنده لږه شمیره ښوودلې وه.
رسنۍ داسې مهال دا تور لګوي چې؛ تیره ورځ د انټرکانټیننټال هوټل تر برید وروسته افغان حکومت په یوه ساعت کې دوه ډوله ادعا وکړه؛ دکورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش تر برید لږ شیبه وروسته په یوه خبري کنفرانس کې د ۵ تنو د وژل کیدو او څو نورو د ټپي کیدلو خبر ورکړ، خو د همدې وزارت بل ویاند نصرت رحیمي بیا مازدیګر مهال د ۱۸ تنو د وژل کیدو پخلی وکړ چې ۴ افغانان او ۱۴ یې بهرنیان دي.
بل پلو ځینو رسنیو تیره ورځ ناوخته یوځل بیا د همدې وزارت په حواله خبر ورکړ چې په پیښه کې تر ۳۰ ډیر کسان وژل شوي دي.
ځینې لویدیځې رسنۍ بیا دا شمیره تر ۶۰ هم لوړه بولي .
د کورنیو چارو وزارت هغه مهال هم د رسنیو تر نیوکو لاندې لاندې راغی چې پر یاد هوټل برید لا روان و، خو دې وزارت یې د پای اعلان وکړ.
رسنیز فعالان وایي چې حکومت دې دروغ ورته نه وایي او د پیښو کره خبر دې ورکوي.
د آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ رییس مجیب خلوتګر ویلي، چې حکومت د پېښو د کره تلفاتو د ښودلو په اړه پوخ نیت نلري.
د یک تلویزیون خبریال عبدالله خنجاني وایي؛ افغان حکومت کله هم د پیښو واقعي معلومات نه دي ورکړي او دا یې د ماتې اصلي لامل ده.
د محمد رقیب فیاض په نامه یو تن خبریال بیا وایي، چې حکومت او امنیتي چارواکي غواړي په دې توګه خپلې کمزورۍ پټې او ځان ډاډمن وښیي.
خبریالان زیاتوي چې حکومت په لوی لاس معلوماتو د رسونې قانون تر پښو لاندې کوي چې په وینا یې دا یو غیر عادلانه کړنه ده.



