
اردوغان: امریکا دې موږ ته لارښوونې نه کوي، افغان جګړه دې موقته کړي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۳ فرید افغان
څو ورځې وړاندې ترکیې د سوریې په عفرین سیمه کې چې د امریکا په ملاتړ د ‹‹ پي کې کې›› وسلوال پکې فعال دي او ترکیه یې دځان لپاره خطر بولي، عملیات پیل کړل.
عملیات وروسته تر هغه پیل شول چې امریکا وویل چې د ترکیې په پولو کې به د ‹‹ پي کې کې›› ۳۰ زره کسیز ځواک جوړ کړي.
ترکیې له دې اعلان سره سم ګواښ وکړ چې دا ملیشه به ترجوړولو مخکې له منځه وړي.
ترکیې د روسیې او ایران په همغږي په دې سیمه کې هوایي او ځمکني عملیات پیل کړي چې امریکا یې سخت مخالفت کوي.
امریکا ویلي چې د ترکیې عملیات په هغه صورت زغملی شي چې موقت او محدود وي.
خو ترکي ولسمشر بیا دا غوښتنه بیځایه بللی او ویلي یې دي چې، عملیات به یې تر هغو روان وي ترڅو چې یې خپل مخالفین په یو مخیزه توګه نه وي مات کړي.
اردوغان ویلي ؛ امریکا چې له موږ څخه د موقتو عملیاتو غوښتنه کوي، ولې یې په افغانستان کې خپله جګړه دایمي ساتلې او دهغه هیواد خلک یې له پرلپسې ویرونو سره مخ کړي دي.
اوسمهال زرګونه کورنۍ د کردانو او ترکي ځواکونو د ښکیلتیا له امله له سیمې وتلو ته مجبور شوي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هم تیره ورځ په همدې تړاو یوه بیړنۍ غونډه رابللې وه.
د دې هیواد دپوځ مشر ابراهیم کالن له امریکا وغوښتل چې د کرد وسلوالو تمویل او تجهیز ته دې دپای ټکی کیږدي، او زیاته یې کړه چې دوی به په سیمه کې هیڅ داسې ځواک ونه زغمي چې د امریکا په وسلو له دوی سره وجنګیږي.
د یادونې وړ ده چې د امریکا په ګډون یو شمیر هیوادونه د ترکیې د دې ګام سخت مخالفت.
شنونکي وایي چې د ترکیې دا ګام په سیمه کې له امریکا سره د ټکر په معنا ده اوښایي خونړۍ پایلې ولري.



