طالب وياندويان او غربي رسنی

شفيق افغان
د يک شنبې په شپه د کابل په تر ټولو خوندي هوټل کانتننټل باندې طالب سرتیرو بریدګرو بريد وکړ
مونږ به یې دلته مطبوعاتي اړخ وڅيړو
څرنګه چې بريد په خپل جوړښت کې د ملي امنيت هغو بريدونو ته ورته ؤ کوم چې دوی یې د داعش تر عنوان لاندې په ډرامَتيک ډول د کابل په مختلفو سيمو کې تر سره کوي چې څه موده وړاندې په شمشاد تلويزیون برید یې نږدې او ښکاره مثال ؤ
نو هماغه وه چې رسنيو او د حکومت نشراتي ارګانونو بې توپيره د حکومتي او بهرنيو تلفاتو شمېره لوړه اعلان کړه
خو کله چې داسې وبريښيده چې ګواکې بريد پوره پيچلای او د دښمن په زړه پورې تړلای او د ساعتونو په تیريدو یې لا هم چا پړه وانه خيسته نو رسنی او حکومتي ارګانونه ورو ورو له خپلو ورکړل شويو راپورونو څخه په شا کيدل ان ځينو خو یې خپل پوسټ شوي معلومات هم ډیليټ کړل
خو بیا هم چې د بريد نوعيت لا هماغسې ناڅرګند ؤ نو رسنی د ملکي تلفاتو له ادعاء خوله نيولې ښکاريدې
کله چې د بريد څخه د ساعتونو په تېريدو د بريد له ځایه وتليو عامو افغانانو د بريد جزيات د رسنيو سره شريک کړل چې ګني د بريدګرو هدف صرف بهرني اتباع ؤ چې په د ټکي سره یې ياد بريد ته د ملکي مرګ ژوبلې څخه برائت ورکړ
نو طالب وياند ذبیخ الله مجاهد هم د بريد مسؤليت ومانه
وروسته که څه هم رسنيو د ملکي تلفاتو وروستاړی راپور ته وروتړلو خو دا هغه مهال ؤ چې د رسنیو اوبه له ورخه تېرې وې
طالب وياند ولې غلی ؤ؟
دا پوښتنه د غرب مادياتو ته ژمن افغانان او یا هغوی چې د غرب له رسنيز يرغل څخه متاثر شوي داسې ځوابوي
چې ګواکې طالب وياند د ملکي تلفاتو شتون ته منتظر ؤ په دې معنی که بريد ملکي تلفات لرل بريد به اګنور کړي
خو دلته یې باید ياده کړو چې د تېر جهاد په پرتله د طالب په مقاومت کې د ملکي تلفاتو شمېر د نشت برابر دی
خو معمولا چې طالب وياندويان د بريد پړه لومړی اخلي نو رسنيو مدام په ډېرې بې شرمی سره راپور ته د ملکي مرګ ژوبلې وروستاړی ور تړلای تر څو په د کار سره د طالب بريدګرو بريدونه کم رنګه کړي او ټولنې ته طالب منفور ور وپيژني
اما دا ځل طالب وياند په پوره زيرکتيا سره د يهودو په ګورت کې چليدونکي رسنيو ته ژورنالستيکه ماته ورکړه
چې په نتيجه کې یې د دوی د ملکې مرګ ژوبلې له ادعاء څخه ځان خوندي راويست
او د دې نتيجې په لاسته راوړنې سره ويلای شو چې دطالب وياند چوپتيا په مطبوعاتي ډګر کې د غرب دپاره چليدونکو رسنيو ته د ماتې ورکولو دپاره وه نه د بريد د اګنور دپاره.



