
يو نوی فکر – تعلیم او کار + عاید
له رسمي وخت نه وروسته به دوی ته یو کار سپارل کېږي. تر ماښامه به دوی په همدې کار بوخت وي او ماښام به دوی خپلو کورونو ته د خپل کار له مزد سره ستنېږي.
رالیږونکی : رحمت شاه (فراز)
پوښتنه: که په لنډو ټکو کې مو خپله طرحه راته تشريح کړئ.
ځواب: د الله تعالی لورېینه ده چې په یوه اسلامي هېواد کې يې پیدا کړي یو. هېواد له ولایتونو جوړ وي، ولایتونه له ښارونو، ښارونه له کلو او په کلو کې انسانان اوسېږي. هر چېرته چې انسانان وي، هلته به خوشالي هم وي او غم هم؛ هوسایني به هم وي او ستونزي هم، ماتې به هم وي او بریاوې هم. خو انسان ته په کار دې چې په خوشالیو، هوساینو او بریاوو له لوی څښتن تعالی څخه مننه وکړي او ستونزو، غمونو او ماتو ته خپله سینه سپر کړي او پر وړاندې يې کلک ودرېږي. زموږ هېواد هم په اوسني وخت کې له ګڼو ستونزو او ناخوالو سره مخ دی، خو دا ستونزي داسې ندي چې له منځه یو نه وړل شي او تلپاتې دې وي، بلکې یوازې یوه قوي هوډ او عزم ته اړتیا لري.
زموږ په هېواد، په تېره بیا په کابل کې د دولت لخوا په پراخه کچه ښوونځي جوړ شوي دي او د دې ولس بچیان پکې زده کړي کوي او هر کال ترې لوړو زده کړو ته بریالي کېږي. خو بیا هم ډېری داسې ماشومان (نجوني او هلکان) په سرکونو او کوڅو کې لیدل کېږي چې ښوونځیو ته نه ځي بلکې پر ځای يې په بېلا بېلو ناڅیزه کارونو لکه د بوټانو په رنګولو، په څلورلارو کې د موټرو د ښیښو په پاکولو، د جوارو په نینې کولو او داسې نورو باندې بوخت دي او له زده کړو بې برخي دي. که يې کورنیو ته ورشو او له مشرانو سره يې خبري وکړو چې په زده کړو خو کوم لګښت نه راځي نو ولې یې ښوونځي ته نه پرېږدئ، نو په ځواب کې يې اورو چې: که ماشومان مو مکتبونو ته لار شي نو د کور لګښتونه به له کومه کوو؟
دا ډول هلکان نه یوازې دا چې له زده کړو بې برخي وي، بلکې په نورو اخلاقي بې لاریو هم اخته کېږي چې د ټولني د بار د کمولو پر ځای پخپله د ټولني لپاره یو بوج ګرځي.
له ډېر وخت راهیسې مې پر همدې ستونزي فکر کاوه نو ذهن ته مې یوه طرحه راغله چې ولې موږ داسې ښوونځی نه جوړوو چې ماشومانو ته د زده کړي تر څنګ د کار زمینه هم پکې مساعده وي، تر څو هم دوی له زده کړو پاتې نشي او هم به د دوی د مشرانو هغه نیوکې ته ښه ځواب ورکړل شوی وي چې د کور د لګښتونو لپاره په دوی کار کوي، ځکه دوی به له دې کار څخه یو ښه عاید هم لاسته راوړي.
پوښتنه: که مو طرحه يو څه لا روښانه کړئ.
ځواب: ګورئ! زه غواړم یو داسې ښوونځی جوړ کړم چې زده کوونکي به يې سهار راځي او تر ماښامه به په ښوونځي کې وي. د ښوونځیو لپاره هغه سهارنی رسمي وخت چې د پوهنې وزارت لخوا ټاکل شوی دی، په هغه کې به دوی خپلې زده کړي کوي او له رسمي وخت نه وروسته به دوی ته یو کار سپارل کېږي. تر ماښامه به دوی په همدې کار بوخت وي او ماښام به دوی خپلو کورونو ته د خپل کار له مزد سره ستنېږي. دا کار به داسې یو کار وي چې د ښوونځي په انګړ کې به ترسره کېږي، پدې ډول به زده کوونکي له امنیتي ګواښونو هم خوندي وي.
پوښتنه: تاسې به د خپل ښوونځي مصارف او لګښتونه له کومه ځايه پوره کوئ او د چا په لګښت به ښوونځی جوړوئ؟
ځواب: د ښوونځي د جوړولو په برخه کې به له موږ سره زموږ د ټولنې شتمن او بډای خلک کومک کوي، موږ به د هر چا دروازه ور ټکوو، له هغوی به کومک غواړو، ځکه دا یو ملي کار دی او دا ملت يې باید په ګډه ترسره کړي. دغه راز یو څه اندازه پانګه به د دولت لخوا هم ترلاسه کړو. پاتې شوه د ښوونځي مصارف او لګښتونه، نو هغه به د هغه کار له عاید څخه پوره کېږي چې د ښوونځي زده کوونکي يې ترسره کوي. لدې کار نه به موږ ته دومره عاید خامخا لاسته راځي چې هم ترې د ښوونځي لګښتونه وباسو او هم زده کوونکو ته د هغوی د کار عوض ورکړو.
پوښتنه: ستاسې د ښوونځي او د نورو دولتي ښوونځيو تر منځ توپير څه دی؟
ځواب: په دولتي ښوونځیو کې زده کوونکو ته کتابونه او زده کړي وړیا ورکول کېږي خو دوی کوم عاید لاسته نه راوړي، زموږ هر زده کوونکی د دې ترڅنګ چې کتابونه، یونیفورم، زده کړي او داسې نور وړیا ترلاسه کوي، یو وړ عاید به هم لاسته راوړي. بله دا چې موږ به د زده کوونکو له کورنیو سره هم تر خپله وسه مرسته کوو، خو دا به هغه وخت ممکنه وي کله چې زموږ د کار عایدات زموږ له لګښتونو او مصارفو څخه زیات شول.
پوښتنه: د زده کوونکو مشران ولې په تاسو باور وکړي، هغوی ته څنګه دا ډاډ ورکوئ چې د هغوی له ماشومانو ناوړه ګټه نه اخيستل کېږي؟
ځواب: کټ مټ په هماغه ډول لکه څرنګه چې خلک په نورو ښوونځیو باور کوي، په هماغه ډول به په موږ هم باور کوي ځکه چې زموږ له ښوونځي نیولي تر کاروبار او داسې نور، ټول به له حکومت سره ثبت وي. موږ به د حکومت ټولې غوښتني، شرایط او قوانین بشپړ کړي وي، موږ به هېڅ داسې کار نه کوو چې له هغه دې د حکومت ادارې خبري نه وي. زموږ دا پروژه به د حکومت په جواز پیل کېږي او د حکومت تر سیوري لاندې به پر مخ ځي. زموږ ښوونځی به له معارف سره راجستر وي، حکومتي جواز به مو ترلاسه کړی وي، د هغو نصاب به پکې پلي کېږي او دغه راز نور ټول هغه شرایط چې حکومت يې له موږ غوښتنه کوي، په بشپړه توګه به یې پوره کوو.
پوښتنه: د دې طرحي له لوستونکي مو هيله څه ده؟
ځواب: هر انسان نیمګړتیاوي لري، پرته له الله نه هېڅوک هم بشپړ ندی. کېدای شي زما له دې طرحي یو بل انسان لا غوره طرحه وړاندې کړي چې هم يې پلي کېدل اسانه وي او هم به يې ګټه له یادې طرحي څخه زیاته وي. له لوستونکي موږ ډېره لویه هیله لرو، لوستونکی باید له موږ نه خپلې مشورې، لارښووني، وړاندیزونه، نیوکې او فکرونه ونه سپموي. موږ به يې منندوی یو که هر څومره يې چې له وسه کېږي، په هماغه کچه له موږ سره مرسته وکړي او نور هغه څوک چې د دوی په اند د فکر او نظر څښتنان دي او له موږ سره کومک کولی شي، هغه هم راپه ګوته کړي.
له لوستونکي په درنښت هیله کوو چې پدې لاندې شمېرو یا برېښنالیک دې له موږ سره اړیکه ونیسي او خپل فکر، مشوره، نیوکه او وړاندیز دې وړاندې کړي:
0093 (0) 78 36 36 047 / 0093 (0) 76 75 74 834
Rsfaraz4@gmail.com
د اسلام د لوړاوي او د هېواد د سوکالۍ په هیله
په درنښت



