کندهار زندان: اعتصاب دوام لري- يو شمير بنديان بې هوښه شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغه ۳) له تېرو درو ورځو راهيسې په کندهار مرکزي محبس کې لسګونه بنديانو د نه خوړلو اعتصاب کړی چې لا هم دوام لري.

زندانيان وايي، چې له تيرو څو کلونو راهيسې يې دوسيې نه څېړل کېږي او د مرکز څخه تازه ورغلی قضايي پلاوی يې دوسيې ناسمي څېړي او د کوچنيو جرمونو مرتکبينو ته يې له لسو نيولې تر شلو کلونو پورې حبس ټاکلی دی.

يوې سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې بنديانو خپل اعتصاب ته دوام ورکړی او ټينګار کوي چې تر هغې يې غوښتنې ونه منل شي اعتصاب به ختم نه کړي.

د سرچينې په وینا، په اعتصاب کوونکو کې يو شمير کسان بې هوښه شوي هم دي.

ويل کېږي، په دغې زندان کې درې سوه کسانو بې برخليکه بند تيرولو خو له کابل څخه ورغلي پلاوي د يادو کسانو له ډلې د پنځوس تنو زندانيانو دوسيې څېړلي او اوږده قيدونه يې ورکړي دي چې په غبرګون کې يې زندانيانو په اعتصاب لاس پورې کړی دی.

دا لومړی ځل نه دی، چې د کندهار محبس کې زندانيان د زندان د مسئولينو د ناوړه چلند، د دوسيو د ځنډ او د قاضيانو د ناسمې پریکړې په اړه په اعتصاب لاس پورې کوي او د بې هوښۍ تر سرحده رسېږي، بلکې تر دې مخکې هم د پلچرخي، بګرام او د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې زندانيانو د خپلو حقونو د غوښتنې په اړه اعتصابونه کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button