پکتیکا: بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې ګڼ کسان وژلي دي

(کابل ټکی کام۱۳۹۶ سلواغه ۳ فرید افغان)
راپورونه وایي چې بهرنیو ځواکونو د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په اړوند سیمو کې په هوایي بریدونو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د پکتیکا د امنیې قوماندان محمد عظیم هاشمي رسنیو ته ویلي چې؛ بهرنیو ملګرو یې د برمل او نیکه سیمه کې په دو ځانګړو حملو کې لسګونه وسلوال مخالفین وژلي دي.
خو د دفاع وزارت بیا د ۱۰ وسلوالو د وژلو ادعا کړې ده
هاشمي دا یوه لاسته راوړنه بللې او زیاته کړې یې ده چې
بریدونه پر میشت ځایونو او موټرو شوی دی.
خو ځایي خلکو کابل ټکی کام ته ویلي چې برید د وزیرستاني مهاجرو پر کورونو شوی دی چې د پولې له پورې غاړې څخه د پاکستاني ځواکونو له بریدونو څخه دې غاړې ته را اوښتي و او په سیمه کې یې یواځې عادي ژوند درلود.
سرچینو ویلي چې د بهرنیانو په دغه بمبارۍ کې چې افغان حکومت یې هرکلی کړی ۱۳ وزیریستاني ولسي خلک وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
دا لومړی ځل نه دی چې بهرنیان دې پر ملکي وګړو هوایي بریدونه کوي او افغان چارواکي یې هرکلی کوي، تر وړاندې یې هم په ځلونو ورته ړندې هوایي بمبارۍ او شپینۍ چاپې وهلې چې ولسي وګړو او افغان عسکرو ته یې د مرګ ژوبلې سربیره بیا هم افغان حکومت هرکلی کړی او رسنیو ته یې وژل شوي ټول ملکیان وسلوال ترهګر بللي.
شنونکي وایي؛ د بهرنیانو په مټ د ملت پر وړاندې دحکومت خصمانه چلند ولسي خلک اړ کړي تر څو د ملي یووالي د حکومت پر وړاندې پاڅون وکړي.



