ولي له ملا سره کرکه؟

عبدالکریم زاهدخرم
خواله رسنۍ په تیره بیا فیسبوک که له یوې خوا د سرګرمۍ یوه ښه وسیله ده، بل پلو د معلوماتو او افکارو د شریکولو لپاره د خلکو تر مینځ ډیري نژدې اړیکي پالې. داسي ډیر کله پیښیږي او پیښ شوي چې په فیسبوک کې ستاسو د فکر خلاف اشخاص درسره یو ځای شوي وي اوپر یوې موضوع په مناقشه کې درسره راشي. په دې اشخاصو کې ځیني یې مغرض، متعصبین او کینه لرونکي اشخاص وي، یوازي د ملت دوستۍ او هیواد دوستۍ په نامه زمونږ د هیوادوالو په سترګو کې خاوري دوړوي. په دوی کې یې زیاتره سیکولر، ډیمکراټ او ځیني یې ملحد کمونستان وي چې یا خو د ملا په بهانه غیر مستقیم پر دین ګزار کوي او یا خو تر دې لا ور اخوا راساً پر دین، قران او پيغمبر لګاو کوي.
خو ځیني نور یې بیا ډیر زړه سوانده، پاک زړي او مؤمن انسانان وي. په رښتیا د خپل ملت سره مینه لري، د ملت د مینې څخه یوازي د شعار لپاره استفاده نه کوي بلکي په حقیقت کې ورسره مینه لري. هغه اولي طبقې خلکو ته که هر څومره نیکه لاره او مستقیم مسیر ورښیې نه یې درسره مني، ځکه هغه ستا د فکر سره سره ستا د فکر له سرچینې سره کرکه لري، خو دوهمه طبقه خلک یې بیا داسي وي چې یا تاسو ورته بد معرفي شوی یاست، یا لږ څه مشکل ستاسو په عمل کې وي او یا ده ستاسو د فکر سم اخذ نه وي کړی، خو که چیري ورسره په رابطه کې شئ او د اصلاح ماحول ورسره جوړ کړئ، خامخا تفاهم ته درسره رسیږي، داسي یو تفاهم چې هم ستاسو غلطۍ درته په ګوته کوي او هم دي دی فکر درسره مني. که داسي اشخاص لومړی درک شي او بیا په افرادي توګه د مسیج له لاري یا نژدې رابطه ورسره ونیسئ، خامخا مثبته نتیجه ورکوي.
خو ددې پر خلاف لومړۍ طبقه خلک هیڅکله ستاسو سره قانعت نه کوي، نه مو پر خبرو باور کوي او نه مو پر لارښوونو عمل ، دا ځکه چې هغه ستاسو سره کرکه نه لري، بلکي ستاسو د فکر او ستاسو د فکر له سرچینو سره کرکه لري. هغوی له دې سره کرکه نه لري چې ستاسو نوم احمد، محمود او یا علي دی، یا تاسو عجم او دی عرب دی. بلکي له تا سره په دې خاطر کینه پالي چې تاسو د الله تعالی اخیرنۍ وحیه ( قرانکریم ) او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم تګلاره د ټول انسانیت دهدایت مشال بولئ، ولي ستاسو فکر له دې دوو سرچینو خړوبیږي، ولي پر نړۍ ددې دوو سرچینو د تطبیق کوښښ کوئ او ولي دا د انسانیت د فلاح یوازنۍ لاره بولئ. ددې طبقې خلکو سره مناقشه او خبري هیڅ فایده نه لري، بلکي لا هم تاوان لري، ځکه دوی پر ځان نور هم غره کیږي او خپلې دې فاسدې تګلارې ته نور هم زور ورکوي. له ټولو اسلامپالو مي هیله دا ده چې نه دداسي خلکو سره منافشه وکړي، نه یې پر پوسټ تبصره وکړي او نه ورسره نوري اړیکي وپالي، ستاسو پر تبصرو؛ که څه هم ددوی خلاف وي هغوی خپل بازار ګرموي. له چټلو اوبو کالي ساتل پکار دي نه دا چې ځان ور ګډ کړای شي.
پر فیسباکه راسره یو نفر ملګری وو، نه پوهیږم چې دی به په کومه طبقه خلکو کې وي، خو ما ورته د سمي لاري د ښودلو او اصلاح کوښښ کاوه، دعوت مي وکړ چې پر ځای ددې چې د ولس له معنویاتو سره لوبي وکړې، راسه یو ځای راسره د اشغال پر وړاندي، هغه څه چې ددې ټولو مشکلاتو اصلي لامل دی ودیږه او هغه تقبیح کړه. ددې پر ځای چې په بې فایدې شعارونو خپل وخت او انرژې مصرف کړې، دا دواړه د ولس د معنویاتو د لا احیا په پار ولګوه. خو دی ددې پر ځای چې منقطې بحث وکړي، پر ملا، پیر او سید باندي په نیوکو واوښت. ما چې یوازي د ملا په اړه کره معلومات لرل، نو یوازي د ملا دفاع مي کول.
دا چې اوس هم ځیني وروڼه په دې برخه کې د ناپوهۍ ښکار شوي، غواړم د خپلې خواخوږئ پر بنا د خپلو ټولو میسیجونو لنډیز په څه تغیر له دوی سره هم شریکه کړم، امید دی چې په دې برخه کې به مرسته ورسره وکړي. د میسیجونو غورچاڼ په لاندي ډول دی:
((هغه شخص ته په خطاب کې)
ګرانه !ستاسو پر پوسټ مستقیما تبصره کول مي په دې خوښ نه کړل او میسیج مي درولیږی چې هلته د خبرو شکل مناظروي، جدلي او متنازع وي چې نه لیکونکي ته کومه ګټه رسوي او نه هغه چاته چې ورته لیکل کیږي، زما هدف ستاسو سره بې ځایه مناقشه او بې ځایه مناظره نه ده، بلکي غوښتل مي ستاسو سره د ملت د هوسایئ او رفاه په لاره کې خپله تجربه شریکه او مرسته درسره وکړم.
تاسو په خپلو خبرو کې د ملا، اخوند، پير او سید څخه خپله کرکه ښکاره کړه، حال دا چې دا د ولس کلیدي کسان دي. ددې اشخاصو سره د کرکي باوجود د ملت د رفاه کوښښ کول حماقت دی. ځکه دا ولس پنځه وخته په هغه ملا پسې اقتدا کوي چې تاسو ورسره کرکه لرئ، هغوی چې کله پیدا شي لومړی شی چې غوږ ته یې داخلیږي د ملا د خولې آذان وي، کله چې ځوانیږي ملا یې نکاح ورتړي، د ژوند په ټول جریان کې د خپل ژوند د هرې ستونزي د حل لپاره ملا ته رجوع کوي، د دیني مسائلو حل له ملا څخه پوښتي او په اخر کې چې کله وفات شي همدا ملا یې قبر ته کښته کوي. دا ټولنه له ملا سره دومره ژوري اړیکي لري چې ماتول یې بیخي ناشوني دي. یا به دا ټول ملت له خپله دینه اړوې او له ملا سره به یې رابطه پرې کوې او یا به د ملا د وړاندي کړیو اصولو( اسلامي فقهې او شریعت) تر چوکاټ لاندي د هغوی د پرمختګ کوښښ کوئ.
ملا دا اصول له ځانه نه دي جوړ کړي، بلکي دا هغه الهي اصول دي چې د الله تعالی له طرفه پر رسول الله صلی الله علیه وسلم باندي نازل شوي او بیا نسل په نسل په لیکلي او موثقه سرچینه باندي تر موږه رارسیدلي دي. که چیري د کوم ملا نما له لوري ددې اصولو تحریف کیږي، باید چې یوازي هماغه مشخص ملا تر نقد لاندي ونیول شي، نه دا چې بیخي د ملا بنیاد له مینځه یووړل شي.
زه تاسو ته یو مثال وړاندي کوم، د ملا او ډاکټر تر منیځ په ټولنه کې ورتوالی شته. ډاکټر هم د ملا په شان د خلکو د مشکلاتو د رفع کولو دنده لري، خو ډاکټر له معنوي مشکلاتو سره کار نه لري بلکي یوازي پر جسمي مشکلاتو او امراضو اکتفا کوي، که چیري په هیواد کې ۵۰ سلنه ډاکټران نااهله او بې تجربې وي او روزمره زمونږ د هیوادوالو دجسماني مشکلاتو د لا ډیریدلو لامل کیږي، خو ددې خلاف ۵۰ سلنه ډاکټران بیا متخصصین، زړه سوانده او با تجربه وي او خپل ټول عمر یې ددې ملت په خدمت کې تیر کړی وي، ایا دا به د یو عاقل انسان کار وي چې د هغه ۵۰ سلنه نا اهله ډاکټرانو له امله د هغه ۵۰ سلنه با اهله ډاکټرانو پر ضد هم را پورته شي؟ او ولس ته له یوه مخه د ډاکټر خلاف تبلیغات شروع کړي؟ آیا هغه تحریک به کله هم کامیاب شي چې د ډاکټر له یوه مخي له مینځه وړل یې شعار وي؟ هیڅکله نه، تاسو د هغه ۵۰ سلنه ډاکټرانو د ناراستۍ له وجې د هغه ۵۰ سلنه ډاکټرانو پر خدمتونو خاورې مه را اړوئ، که داسي وکړئ ولس به د خپلو جسماني مشکلاتو د نه زغمولو له امله ستاسو پر خلاف راپورته شي.
که ته یو ډاکټر او یا انجینر ووینې چې خپل مسلک ته وفادار نه دی او یا خپل د مسلک له اصولو تیری کوي، ته باید ووایې چې په نام ډاکټر او انجینیر غلط دی؟ ایا دا د عاقل انسان فیصله ده؟ هیڅکله نه.
لکه څنګه چې ډاکټر په ولس کې ژورې ریښې لري، ملا په ولس کې تر دې په وارو وارو ډیرې ژورې او ټینګي ریښې لري، که په دوی کې کوم یو د غلطۍ مرتکب شي، دا خو عاقلانه پریکړه نه ده چې ټول ملایان او د هغوی خدمتونه دي له پامه وغورځول شي.)
د لا وضاحت لپاره به ووایم چې ځیني وروڼه دهیواد د ناخوالو نسبت ملا ته کوي، چې دا یوه لویه غلطي او غیر معقوله پریکړه ده. ملا زموږ د تیر او اوسني تاریخ هغه سرلاری دی چې هر وخت یې د هیواد د آزادۍ د تحریک کمانده په لاس کې اخیستې.
که میرویس خان نیکه د ګرګین پر وړاندي د راپورته کیدلو هوډ وکړ، پاڅون یې هغه وخت مشروعیت وموند چې ملایانو یې د تحریک تائید وکړ او د ګرګین پر وړاندي یې د جهاد فتوا ورکړه.
که ستر شهنشاه غازي احمد شاه بابا د هند تر څنډو خپل پوځونه سوق کړي،لامل یې د فقیه عالم او ملا شاه ولي الله دهلوي رحمه الله غوښتنه وه چې اوس یې ټول افغانان خپل افتخار ګڼي.
ملایان او ددوی شاګرد طالبان زمونږ د ولس هغه سپيڅلې طبقه ده چې د انګریزي استعمار بلکي هر استعمار پر وړاندي جهاد کې یې هر وخت پوره ونډه اخیستې ده. د انګریزانو په خلاف درو جګړو کې ملایانو ددې جګړو قومنداني په لاس کې لرل. د امیر دوست محمد خان په دوران کې د انګریزي استعمار ضد سرلاری مولانا عبدالرزاق اندړ، د وزیرستان ملا پیونده، د هډې ملا نجم الدین اخوندزاده چې په رییس المجاهدین مشهوره وه، همدارنګه ملا مشک عالم اندړ، مولانا امیر محمد، ملا سید محمد اکبر شاه، مولوي عبدالکریم، شیخ المشایخ عبدالغفور، مولوي فیض محمد موسهي اخوندزاده، مولوي عبدالله غزنوي، نور المشایخ فضل عمر مجددي او شمس المشایخ فضل محمد مجددي او ددوی په شان نور ملایان ددې طبقې اړوند لارویان دي.
همدارنګه د افغانانو سره د روسانو پر وړاندي د جهاد د قوماندې ویاړ هم د علماؤ او ملایانو په نصیب دی. دا ټول هغه څه دي چې زمونږ د تاریخ زریني پاڼي جوړوي او مونږ پرې فخر کوو. د هر استعمارګر پر وړاندي د افغانانو تحریک هغه وخت مشروعیت پیدا کړی چې د ملایانو پکښې برخه اخیستې وي او تائید یې کړی وي.
د افغانستان روان ناورین د ملایانو لخوا نه بلکي نور بیل لسګونه جغرافیاوي، سیاسي او عقیدوي لاملونه لري چې بیل بحث ته اړتیا لري.
دا سمه ده چې په دې طبقه کې به کمۍ وي، انسان له نسیان، هیري او غلطۍ سره مل دی، خو دا کار هیڅکله د زغمولو وړ نه دی چې د یوه شخص په ګناه دي ټوله طبقه تر نقد لاندي راویستل شي. زه دا نه وایم چې ملا تر نقد لوړ دی او باید هیڅ ډول نقد پرې ونه شي، زما هدف دا دی چې بیا ملا داصلاح او ښه نیت په خاطر تر نقد لاندي ونیول شي، د هغه د مسؤلیت په پوره ادا کولو کې ورسره هر راز مرسته وکړای شي او وسایل په واک کې ورکړای شي. نه دا چې توهین کړای شي، پر خدمتونو یې محدودیت ولګول شي او یا یې د ټولو خدمتونو څخه سترګې پټي شي.



