ننګرهار: په جلال اباد کې وسله واله نښته روانه ده

کابل ټکی کام(چهار شنبه، ۰۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): څو شېبې وړاندې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د څو پرله پسې چاودنو غږونه واورېدل شول، چې وروسته نښته پیل شوه.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، نښته د درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې شوې ده.

ځايي خلکو ویلي، چې نښته د امنیې قومندانۍ پر ودانۍ شوې ده.

خو د ننګرهار د والي ویاند وايي، چې برید د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ژغورنې پر دفتر شوی دی.

تراوسه د ننني برید مسوولیت چا نه دی منلی او نه یې هم د اوښتې مرګ ژوبله په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

د نورو جزییاتو له پاره کابل ټکی کام وڅارئ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button