واشنګټن پوسټ: طالبان ځکه تسلیمي نه مني چې د امریکا په ماتېدو پوره یقین لري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۴ فرید افغان)
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي؛ د امریکا جګړییزې پالیسي افغانانو ته کومه لاسته راوړنه نده درلودلې او اوس مخالفین هم پر دې حقیقت رسیدلي چې امریکا په دې هیواد کې د ماتې وروستۍ شیبې شمیري.
د ورځپاڼې په باور؛ د امریکا د نوي ولسمشر د پالیسی ترمخه؛ ټاکل شوې وه چې امریکا به د زور له لارې په افغانستان ثبات راولي او روانې لوبې ته به دپای ټکی کیږدي، خو امریکا د خپلو نظامیانو له تلفاتو او میلیاردونو ډالرو له مصرفولو پرته لا هم کومه لاسته راوړنه نه لري او نه دا تضمین شته چې د دې هیواد لوی مخالف اکثریت (طالبان) وځپي.
ورځپاڼه لیکي؛ امریکا یواځې د چین او روسیې په محاصره بوخته ده او د افغانستان مسئله ورته د یو بیځایه ابزار په څیر ښکاري ، ځکه نوطالبان هم اوس د امریکایانو د خروج انتظار کوي.
د ورځپاڼې په باور؛ طالبان پوهیږي چې امریکایي سیاستوال به په اخر کې خامخا دې پریکړې ته رسیږي چې په افغانستان کې دخپل دوامدار شتون په خاطر د هیڅ ستراتیژیک هدف بهانې نه شي لټولی او دا به ورته ستونزمنه هم وي چې دلته دې د سیمې د لویو رقیبو هیوادونو چین او روسیې د خطرات د مخنیوي په موخه دائمي پوځي شتون ولري.
ورځپاڼه زیاتوي؛ امریکا سره له ټولو کوښښونو بریالۍ نه شوه ترڅو په افغانستان کې د لویدیځ په کلتور ولاړ کامل دیموکراتیک نظام راولي او دې اصل ته طالبان هم متوجه دي.
ورځپاڼه داسې مهال داخبر ورکوي چې په دې وروستیو کې امریکایي جنرال نیکولسن هم ویلي و، چې طالبان پر خپله بریا پوره باور لري په داسې حال کې چې موږ خپله اراده له لاسه ورکړې ده.
بل پلو د «لانګ وار ژورنال» په نامه امریکایی ورځپاڼه لیکي؛په داسې حال کې چې طالبان د هیواد پر ۴۵ سلنه خاوره واکمني کوي د هغوی ماتې ناشونې بلکې محاله بریښي او ښایي له لرې ملکونو ورغلي دښمنان یې په خپلو ارادو کې ناکام شي.
ځینې لویدیځو کارپوهانو هم یادې ورځپاڼې ته ویلي چې طالبان د وروستیو لاسته راوړنو او پراخ نفوذ له امله اړ نه دي تر څو د امریکا زور او فشار ته دتسلیمۍ غاړه کیږدي.
ورځپاڼه د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هغه غبرګون ته اشاره کړې چې د چین هیواد دبهرنیو چارو د وزیر ترې د سولې له پروسې سره د یوځای کیدو غوښتنه کړې وه خو دوی له قوي لیدلوري داسې ځواب ورکړ چې هغه یې هم خاموش کړ.
مجاهد نوموړي ته ویلي و؛ زموږ هیواد او ملت امریکایانو اشغال کړی تر څو چې هغوی خپل اشغال ته دپای ټکی کې نږدي چاته د تسلیمۍ سر نه ټیټوي.



