طالبان وايي، د جلال اباد بريد دوی پورې اړه نه لري

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۴) نن سهار شاوخوا نه بجې د جلال اباد ښار دېيمې ناحيې اړوند سيمه کې څو تنو وسله والو د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې پر دفتر  برید وکړ، چې تر اوسه پکې د نهه کسانو د ټپي کېدو راپور ورکړل شوی دی.

د ننګرهار د عامې روغتيا مسئولين وايي، د پېښې له ځای څخه پنځلس تنه ټپيان ورړل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي، د پېښې ځای ته امنيتي ځواکونه رسېدلي او له بريدګرو سره په جګړه بوخت دي.

تر اوسه کومې ډلې د دغې بريد مسئوليت په غاړه نه دی اخيستی.

طالبانو په ياد بريد کې لاس لرل رد کړي وياند يې ذبيح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي:” په جلال آبادښار کې روان بریدونه د اسلامي امارت د مجاهدینو پورې اړه نه لري”.

ويل کېږي، په پېښه کې د سېف ده چلډرن “Save the Children”د دفتر ودانۍ ځينې برخې او موټرې زيانمنې شوي دي.

تر  دې دمه په بريد کې د چا د وژل کېدو په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button