فراه: د لاريون کوونکو او پوليسوتر منځ اخ وډب کې- اووه کسان ټپيان دي

(کابل ټکي کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۴) د فراه ولايت په مرکز فراه ښار کې له تيرو څو ساعتونو راهيسې د دغې ولايت د نا امنۍ په غبرګون کې لاريون پيل شوی دی.
لاريون کوونکي د فراه د والي او ولايتي شورا د چارواکو پرضد شعارونه ورکوي.
ځايي رسنيو ويلي، پر لاریون کوونکو د پوليسو له خوا ډزې شوي او اووه تنه پکې ټپيان شوي دي.
د فراه ښار اوسېدونکي وايي، د چارواکو د نا غيړۍ او بې کفايتۍ له کبله د دغې ښار نا امني ورځ تربلې زياتيږي.
د فراه ښار په ګډون د دغې ولايت په زياته برخه خاوره طالبان واکمن دي.



