د جرمني د اسلام ضده ګوند لوړپوړی سیاستمدار مسلمان شوی دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۴ فرید افغان)

د جرمني ښي اړخي (د المان لپاره بدیل)AfD
ګوند لوړپوړي سیاستمدار ‹‹ارتور واګنر›› د اسلام مبارک دین منلی دی.
المانۍ رسنۍ وایي چې نوموړي له څه مودې راهیسې اسلام منلی و، او لا یې هم هڅه کوله چې خپل مذهب پټ وساتي.
نوموړي دجرمني شپیګل ورځپانې ته پخلی کړی چې اسلام یې منلی خو د نورو پوښتنو له ځواب څخه یې ډډه کړې.

د جرمني د (المان بدیل ګوند) چې د مهاجرینو او اسلام ضده نظریه لري په خپل هیواد کې هڅه کوي ترڅو خلک له اسلام څخه متنفر کړي او کله نا کله د هغوی پرضد په تاوتریخوالي هم لاس پورې کوي.
د دې ګوند ویاند دانیل فریزه تیره ورځ وویل، چې دالمان د بدیل ګوند لوړپوړي سیاسي مشر واګنر چې په خپل ګوند کې یې د اجرایه قوې غړیتوب درلوده خپله دنده پریښې او د اسلام مبارک دین یې غوره کړی دی.
نوموړي وویل؛ چې حزب یې د دې کړنې خلاف نه دی ځکه چې دوی هڅه کوي واک ته له رسیدلو سره سم د مسلمانانو، مسیحیانو او همجنسګرایانو له حقوقو څخه دفاع وکړي.

واګنر روسي الاصل دی او په ۲۰۱۵ کال کې د جرمني د اسلام ضده ګوند غړی شو، نوموړي ته د مذهبي امورو، کلیساګانو او د مسیحي مشرانو د غونډو مسؤلیت ور له غاړې شوی و.
نوموړی تر دې وړاندې د انګلامیرکل د دیموکرات ګوند غړی هم پاتې شوی دی.
دې حزب په تیر کې اندیښنه څرګنده کړې وه چې المان ورځ تربلې د اسلامپالو په مرکز بدلیږي او له حکومت یې غوښتي و چې دجنګ ځپلو هیوادونو مهاجرینو ته ددې په خاطر ځای ورنه کړي چې هغوی خلک د اسلام منلو ته هڅوي

واګنر لومړی جرمنی سیاستوال نه دی چې په ډاګه اسلام قبلوي تر وړاندې هم ګڼو سیاستوالو د خپل مذهب پرځای د اسلام منلو ته ترجیح ورکړې ده.
که څه هم په اروپایي هیوادونو کې اسلام ته په اوښتونکو کسانو فشاروي ترڅو یا بیرته مرتد شي اویا خپله دنده پریږدي خو واګنر ویلي چې خپله اسلام ضده دنده یې په خپله خوښه پریښې ده او دچا له خوا پرې فشار نه وه.
دا په داسې حال کې ده چې تیرکال د هالنډ د ازادۍ ګوند لوړپوړي سیاسي غړي ویلدرز هم اسلام منلی و او د حج د فریضې د ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته تللی و.چې بیا یې ګوند په همدې بهانه له ګوند څخه ګوښه کړ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button