داکتر عبدالله د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي ته د مرګ ګواښ کړی دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۴ فرید افغان)

وروسته تر هغه چې سیاسي څیړونکي احمد سعیدي په حکومت نیوکه وکړه چې د حکومت او امریکایانو تر منځ شوی امنیتي تړون بې ارزښته دی او امریکایان یې د افغانستان د پرمختګ خنډ وبلل د داکتر عبدالله غوسه راپارولې ده.
سعیدي همداراز د کابل بلخ امنیتي شرکت چې د داکتر عبدالله اړوند دی او د انترکانټیننټل هوټل د امنیت ساتنه یې پر غاړه درلوده، پر دې هوټل باندې په برید کې ناتوانه او بې کفایته بللی و.
نن سهار اجرایه رئیس د نوموړي د همدې څرګندونو په اساس سعیدي او کورنۍ یې په مرګ ګواښلي دي .
د رشد خبري اژانس له قوله، دا کتر عبدالله نوموړي ته د دې شرکت دمشر انجینر علي په ګډون د دریو کسانو په توسط خپل ګواښوونکی پیغام ورلیږلی او نوموړي ته یې ویلي چې د کابل بلخ شرکت په تړاو دې له څه ویلو ډډه وکړي، کنه نو و به وژل شي.

دریو واړو سعیدي ته ګواښ کړی چې که بیا ځل یې د عبدالله او د هغه د کاري ټیم پر وړاندې دفساد خبره وکړه د کورنۍ سره یو ځای به ترور او ووژل شي.
سعیدي تر پیغام وروسته هیڅ غبرګون نه دی ښوودلی او راغلي کسان یې په ډیره وارخطایي سره رخصت کړي دي .

د یادونې وړ ده چې د کابل بلخ شرکت د عبدالله د دفتر رئیس حاجي قهار او د پنجشیر د ملي امنیت د رئیس انجینیر علي پورې تړاو لري چې ویل کیږي د بلک واټر د امریکایي شرکت افغانۍ څانګه ده.
طالبانوهم رسنیو ته ویلي و، چې د برید هدف یې امریکایي سفیر او د بلک واټر شرکت مشران و، چې په هوټل کې یې ګډه مشورتي غونډه لرله.
دا لومړی ځل نه دی چې حکومت دې سیاسي څیرې په مرګ او ترور تحدیدوي .
د ملي یووالي حکومت تر وړاندې هم ګڼ سیاسي کارپوهان د بیان د آزادي په جرم تورو پنجرو ته غورځولي چې ښه بیلګه یې سیاسي شنونکی حسن حقیار او انجینیر
نظرمحمد مطمین وو چې د بیان آزادي په جرم یې په میاشتو میاشتو زندانونه وزغمل.
شنونکي وایي؛ ګډحکومت د بیان ازادي ته هیڅ ژمنتیا نه لري او له هرې لارې هڅه کوي ترڅو دخپلو مخالفینو د اعتراضونو مخه ونیسي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button